Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

واشنګټن ټایمز: جو بایډن د افغانستان په برخه کې له مخ په زیاتېدونکي فشار سره مخ دی

0
واشنګټن ټایمز: جو بایډن د افغانستان په برخه کې له مخ په زیاتېدونکي فشار سره مخ دی

واشنګټن ټایمز

واشنګټن ټایمز لیکي، ولسمشر جو بایډن د افغانستان په برخه کې له مخ په زیاتېدونکي فشار سره مخامخ دی، یوه لور ته په کابل کې د امریکا له ملاتړي حکومت سره د نظر اختلاف په زیاتېدو دی، بل لور ته سپینه ماڼۍ ډاډه نه‌ده چې د پخواني ولسمشر ټرمپ له ژمنې سره سم خپل ځواکونه د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه باسي. 

ورځپاڼه وړاندې لیکي، په افغانستان کې شخړې په ډېرېدو دي او د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د واک د وېش مسئله په ټپه ولاړه ده، نو داسې نه‌ښکاري چې واشنګتن به د مې تر لومړۍ نېټې خپل ځواکونه له افغانستانه بهر کړي. 

واشنګټن ټایمز لیکي، افغان ولسمشر اشرف غني د شپږو میاشتو په ترڅ کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کولو وړاندیز کړی دی چې دا د امریکا له طرحې سره په ټکر کې ده، ځکه چې له دې سره به امریکایي او د امریکا د متحدانو ځواکونه د څو نورو میاشتو په مخه هم پاتې شي ترڅو د سولې تړون کېږي. 

روېټرز اژانس د یوه جګپوړي افغان چارواکي په وینا چې نوم‌یې نه‌دی اخیستل شوی د سې شنبې په ورځ خبر ورکړ چې ولسمشر غني خپله طرحه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره شریکه کړې ده.

طالبانو د ولسمشر غني د انتخاباتو له دې طرحې سره مخالفت کړی دی.

ټوین سیټي ډاټ کام

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو مسئله ټوین سیټي ډاټ کام خپرونې هم څېړلې ده. دا خپرونه چې په شیکاګو کې د پواینر پرس خپرندویه ټولنې تر څارنې لاندې خپرېږي په خپله تازه ګڼه کې لیکي، کله چې جو بایډن د ولسمشر په توګه کار پيل کړ، د افغانستان لانجه د یوه ناورین په توګه ده ته په میراث پاتې شوه. 

د جو بایډن تر واکمنۍ نږدې یو کال مخکې پخواني حکومت له طالبانو سره موافقه کړې وه چې د مې تر لومړۍ نېټې به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي. خپرونه وړاندې لیکي، دې نېټې ته شپږ اوونۍ پاتې شوي او د دې ژمنې پر ځای کول د هغه منتخب دولت د سقوط په معنی ده چې متحده ایالاتو د هغه په رامنځته کولو کې مرسته کړې ده.

خپرونه بیا لیکي، که چېرته امریکایي ځواکونه د مې تر لومړۍ نېټې وروسته پاتې شي د طالبانو د بریدونو له خطر سره به مخامخ شي.

خپرونه بیا وړاندیز کوي چې پر ځای پرېکړه به دا وي چې جو بایډن خپل پوځیان په افغانستان کې وساتي او علت‌یې هم دا دی چې د امریکا د خزانې وزارت د جنوري د څلورمې نېټې د وینا له مخې القاعده په افغانستان کې د پیاوړي کېدو په حال کې ده.

خپرونه لیکي د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې د تړون له مخې امریکا په دې شرط د خپلو پوځیانو د ایستلو ژمنه کړې وه چې طالبانو منلې وه چې له القاعده سره به اړیکې قطع کوي، خو خپرونه په ورته وخت کې وړاندیز کوي چې واشنګټن باید د یوه دوامداره توافق لپاره هڅې ګړندۍ کړي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Саснович пробилась во второй раунд турнира WTA-1000 в Риме






Гвинейские военные попросили 16-летнего сына Кадырова обучить их стрельбе

Тарифы на железнодорожные перевозки из Китая в Россию и Белоруссию резко возросли

Несколько автомобилей столкнулись на 69-м километре МКАД

«Мне нравится жить в лесу». Судьба детей-актеров СССР из взрослых фильмов