پکتیا کې د اوبو رسولو شبکه جوړه شوه چې ۲۰۰ کورنۍ به ترې برخمنې شي
په پکتیا ولایت کې دوه سوه کورنۍ له پاکو اوبو برخمنې شوې. د پکتیا والي ویاند عبدالرحمن منګل ازادي راډیو ته وویل چې د دې ولایت په احمدخېلو ولسوالۍ کې د څه باندې ۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک د پاکو اوبو رسولو یو شبکه جوړه شوه.
د منګل په وینا د اوبو رسولو دغه شبکه د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په چوکاټ کې د اوبو رسونې او روغتیا ساتنې برنامې له لوري د دې ولسوالۍ په سکندرخېلو کلي کې جوړه شوې او پرې درې مېلیونه (۳۳۱۲۸۲۳) افغانۍ لګښت راغلی.
په دې پروژه کې یوه د اوبو ژوره څاه ، ۷۵ نلکۍ، یوه ۳۰ متره مکعب د اوبو کانګریټي ذخېره، د احاطې دېوالونه او د لمریزې برېښنا ۲۰ سولرې تختې موجودې دي.
منګل وایي، د دې شبکې په جوړېدو سره ۲۲۵ کورنیو ته د څښاک پاکې رسېږي.