کرکټ؛ هند له انګلستانه لوبه وګټله
د انګلستان او هند ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه د هند په پونه ښار کې د هندوستان په بریا ترسره شوه.
انګلستان یو ځل بیا د ټاس په ګټلو سره د توپوهنې بلنه هند ته ورکړه، هند په ۵۰ اوورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۳۶ منډې وکړې او انګلستان ته یې ۳۳۷ منډې هدف ورکړ.
خو انګلستان د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۳ اعشاریه ۳ اوورونو کې هدف مات کړ او لوبه یې په ۶ وېکټو وګټله.
دغه لوبه چې تېره ورځ ماښام ترسره شوه، د لوبې غوره لوبغاړی جاني بېرسټو وپېژندل شو.
دواړه لوبډلې درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د راتلونکې یکشنبې په ورځ ترسره کوي.