Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

برما کې خونړۍ ورځ؛ ۱۹ مظاهره چیان په ډزو وژل شوي

0
برما کې خونړۍ ورځ؛ ۱۹ مظاهره چیان په ډزو وژل شوي

د برما په دوهم لوی ښار ماندالي کې پر مظاهره چیانو د حاکم پوځي نظام له خوا د ډزو یوه صحنه تاوتریخجنه ښکاري. 

هغه ویډیو چې د فرانسې خبري اژانس خپره کړې، صحنې یې زړه بوږنونکې دي. 

په دې صحنه کې لږ تر لږه دوه تنه لیدل کېږي چې په ظاهراً د ډزو له کبله پرځمکه لوېږي، خو نه ښکاري چې ډزې څوک کوي؟

د فرانسې خبري اژانس د میانمار د بیړنیو چارو د مسولینو او عیني شاهدانو په حواله ویلي، نن د شنبې په ورځ په برما کې لږترلږه ۱۹ کسان د امنیتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي. 

دا د فبروري میاشتې له پيله د برما د نژدې هره ورځ کیسه ده، د فبرورۍ د لومړۍ ورځې په پوځي کودتا کې پوځ د چارو واګی په لاس کې واخېست او د ملکي حکومت مشره انګ سان سوچي یې زنداني کړه. 

له هماغې ورځې د برما خلک په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرو ته راوځي او د کودتا غندنه او د انګ سان سوچي خوشې کول غواړي. 

نننۍ مظاهرې داسې مهال وشوې چې پرون دغه هېواد کې د یوه رسنیز بیان له لارې مظاهره کوونکو ته خبرداری ورکړل شو چې له پخوانیو تاوتریخجنو ورځو باید درس واخلي. 

په خبرداري کې راغلي، که مظاهره کوونکي له خپله کاره لاس نه اخلي، ممکن په ګولیو پرسر او شا وویشتل شي. 

د مظاهرو د ځپلو په ترڅ کې تراوسه څه باندې درې سوه کسان وژل شوي دي. 

برما کې د سیاسي زندانیانو د مرستې ټولنه وایي، د وژل شوېو مظاهره چیانو څلورمه برخه هغه کسان دي چې پرسر یې مرمۍ لګیدلي دي. 

له دې سره-سره بیا د برما پلازمېنه نایپیتاو ( Naypyitaw) نن د یوه پوځي پرېډ کوربه وه، دغو مراسمو کې د پام وړ مسئله دا وه چې د روسیې د دفاع وزارت مرستیال ګډون په کې کړی و. 

د برما د پوځي حکومت مشر جنرال مین انګ هالینګ په دغې پوځي ننداره کې چې د وسله والو ځواکونو د ورځې په مناسبت جوړه شوې وه، روسیه خپله (ريښتينې ملګرې) وبلله. 

نوموړي ژمنه وکړه چې ټاکنې به ترسره کوي او په خبره یې پوځ یې هڅه کوي چې د ډیموکراسۍ په خاطر له ولس سره لاس یو کړي. 

ملګروملتونو او نورو نړیوالو ادارو او ټولنو په برما کې د پوځ له خوا تاوتریخوالی غندلی او د ژر تر ژره درېدو غوښتنه یې کړې ده. 

اروپایي ټولنې او امریکا د مارچ پر ۲۲مه د برما په هغو چارواکو بندیزونه ولګول چې په کودتا او د مظاهره چیانو په ځپلو کې لاس لري.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Стало известно, с кем сыграет Вероника Кудерметова во втором круге турнира WTA-1000 в Риме






Провалы грунта в Балашихе устранят в ближайшее время

RT на Балканах провёл опрос в Белграде, почему люди вышли на «Бессмертный полк»

"Американская мечта" сегодня. Теория заговора оказалась правдой

«Россети Московский регион» отметили День Победы в Красногорске