Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

د ځوانانو د شورا پرانېسته؛ غني: ځوانانو ته دې بهرني سیاست کې ونډه ورکړل شي

0
د ځوانانو د شورا پرانېسته؛ غني: ځوانانو ته دې بهرني سیاست کې ونډه ورکړل شي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ځوانان باید په بېلابېلو برخو کې مهارتونه لوړ او تخصص ترلاسه کړي.

ښاغلي غني دا څرګندونې د یکشنبې (د وري ۸مه) په ورځ د ځوانانو عالي شورا په پرانېست غونډه کې وکړې او ويې ويل، ځوانان باید د ملي یووالي د ساتلو لپاره کار وکړي.

نوموړي زیاته کړه: "هغه ځوان چې فساد او تعصب کوي، ملي وحدت ته صدمه رسوي او یا په رښتیا د کار کفایت نه لري او په خپل مټ استوار نه وي، د دغه ځوان په مقابل کې تاسې (ځوانان) باید ودرېږئ."

ښاغلي غني د ځوانانو بې روزګارۍ ته په اشارې سره وویل چې په افغانستان کې له دولتي سرچینو سمه استفاده نه ده شوې او په خبره يې دې برخه کې د جمهوري ریاست په ګډون د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون ناکام دی، بې ځایه معاشونه ورکړل شول، له اېن ټي اې نه ناوړه استفاده شوې ده.

محمد اشرف غني د افغانستان پر کلني پرمختګ اندېښنه وښوده او دا یې کافي ونه باله.

د نوموړي په وینا په کلني ډول دوه یا درې فیصده کلنۍ رشد د افغانستان ستونزه نه شي هوارولی او هغه وخت به د افغانستان ستونزې راکمې شي چې دا پرمختګ له اتو تر ۱۲ فیصده پورې ورسېږي.

د ځوانانو عالي شورا غړي د حکومت له دې کاره خوښ دي او وايي، د افغانستان په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې ځوانانو ته دا ډول شورا جوړېږي.

د دغې شورا غړي ژمن په پرانېست غونډه کې وویل: "دا شورا به د بدخشان له واخانه د پکتیکا تر برمله د هرات له انجیله د نورستان تر برګي مټاله او بالاخره له کابله تر زابله د هر ځوان رسا غږ د اورېدو تر ټولو عالي ترین ادرس او د هر ځوان د نوښتګر کار د پلي کېدو په موخه د مطرح کېدو تر ټولو عظیم محور وي."

د افغانستان د ځوانانو عالي شورا ۴۵ غړي لري چې ۱۶ تنو کې ۸ نرینه او ۸ ښځې دي چې په اتو زونونو کې د انتخاباتو له لارې راغلي دي، ۸ تنه له بېلابېلو قشرونو انتصابي غړي، ۶ د نړۍ له ۶ وچو افغانان چې ځانګړي مهارتونه او تخصص لري دا ټول د دوو کلونو لپاره انتخاب شوي، د دې شورا پاتې ۱۵ دولتي دایمي غړي دي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Саснович пробилась во второй раунд турнира WTA-1000 в Риме






Комплексы «Ярс» вернулись в Подмосковье после парада Победы

В Мали школьники исполнили песню «День Победы» на русском языке

Турэксперт Ансталь рассказала о частых причинах отказа в шенгенской визе

За майские праздники Елабуга приняла 25 теплоходов и свыше 3,6 тыс. туристов