Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

مظاهره چیانو سره تاوتریخوالی؛ د ۱۲ هېوادونو پوځي قوماندانانو د برما پوځ غندلی

0
مظاهره چیانو سره تاوتریخوالی؛ د ۱۲ هېوادونو پوځي قوماندانانو د برما پوځ غندلی

په برما کې وروسته له هغه چې پوځ د دغه هېواد کنټرول په لاس کې واخېست، د کودتا د مخالفینو خونړۍ ځپنه يې پیل کړه.

د مارچ په ۲۷مه نېټه په دغو ځپنو کې تر ۹۰ زیات کسان ووژل شول او دا په برما کې تر ټولو خونړۍ ورځ بلل شوې.

د دوولسو هېوادونو نظامي مشرانو د کودتا د مخالفینو ځپنه غندلې او د امریکا، جاپان، جنوبي کوریا، اسټرالیا او ګڼو ناټو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې په برما یا میانمار کې پوځ د خپل هېواد د خلکو په سترګو کې اعتبار بایللی دی.

په اعلامیه کې راغلي، مسلکي ځواکونه د چلند نړیوال معیارونه تعقیبوي، د خلکو د ساتنې مسؤل وي، نه هغوی ته د زیان رسولو لپاره.

په اعلامیه کې د برما له پوځه غوښتل شوي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د میانمار د خلکو د اعتبار ترلاسه کولو لپاره دې هلې ځلې وکړي.

د دې اعلامیې د ګډونوالو هېوادونو ډیپلوماټانو هم د میانمار د پوځ په اړه ورته غبرګون ښودلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي چې هېواد یې د برما د امنیتي ځواکونو پر خونړۍ ځپنه کرکه ښيي او زیاته یې کړه چې دغه پوځ د یوڅو کسانو د خدمت په خاطر د خلکو ژوند قرباني کړ.

بلېنکن زیاته کړه، د برما زړور خلک د پوځ د ترهې واکمني ردوي.

جنوب ختيځ اسیايي هېواد برما ته د اروپايي ټولنې استازولۍ د دې هېواد د وسله وال پوځ ورځ د ترهې او شرم ورځ بللې.

ملګرو ملتونو ویلي، د شوک کوونکي تاوتریخوالي له کبله د ګڼو کسانو د وژل کېدو راپورونه یې تر لاسه کړي.  

د دې ادارې عمومي منشي انتونیو ګوتېریش د ملکیانو وژنه په سختو ټکو غندلې ده.

د سیاسي بندیانو ادارې چې توقیفونه او مړینې ثبتوي، ویلي چې یوازي د مارچ په ۲۷مه په میانمار کې ۹۱ کسان وژل شوي او د مارچ په ۲۸مه دا شمېر ۱۱۴ ته لوړ شوی دی.

په برما کې د فبرورۍ په لومړۍ نېټه پوځ د دې هېواد واک په لاس کې واخېست او له هغه راهیسې وضعیت بحراني شوی.

پوځ د ملکي حکومت مشره انګ سان سوچي له خپلې دندې لېرې کړه چې په نتیجه کې يې خلکو د ډیموکراسي په ملاتړ پراخ لاریونونه وکړل.سوچي او نور ډیموکراټيک مشران په بند کې دي. 

پوځ ویلي، واک یې ځکه په خپل لاس کې واخېست چې د نوومبر میاشتې په انتخاباتو کې درغلي شوې وه، خو د برما د انتخاباتو کمېسیون دا ادعا رد کړې ده.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Уимблдон

Финалистка юниорского Уимблдона-2023 получила временное отстранение за допинг






Дата Антипасхи, или Красной горки в 2024 году, чем отличаются эти праздники

Вице-канцлер Швейцарии Андре Симонацци скончался в походе

Терапевт Асанов перечислил полезный для здоровья фастфуд

"Вы теперь мой друг на всю жизнь. Я видел, как вы стреляете". Делегация Гвинеи-Бисау посетила Чечню