Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

د بشر حقونو کمېسیون: تېرو ۱۴ کلونو کې د معلولینو شمېر زیات شوی

0
د بشر حقونو کمېسیون: تېرو ۱۴ کلونو کې د معلولینو شمېر زیات شوی

مطیع الله چې ۲۶ کاله عمر لري او جګړې ترې د سترګو لید اخېستی دی وايي، شااوخوا اووه کاله مخکې د غزني پر لاره د دوی پر موټر ډزې وشوې چې ځینې ملګري یې ووژل شول او ځینې معلول شول.

مطیع الله زیاته کړه: " کابل ته راغلم، دوه لېتره وینه مې ضایع کړه، په روغتون کې کابو ۶ میاشتې په کوما کې وم، کله چې له کوما ووتم، ډاکټرانو رانه سترګې ایستلې وې، نه رغېدې، ویل یې خون ريزي يې نه شو راګرځولی، سترګې یې وباسئ."

دا یوازې مطیع الله نه دی چې په دې حالت اخته شوی، بلکې د ده په څېر میلیونونه نور په ورته توګه معلول شوي دي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، تېرو ۱۴ کلونو کې د معلولینو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

د دغه کمېسیون د تازه راپور له مخې، د ۱۳۸۴نه تر ۱۳۹۹ کاله پورې د معلولینو شمېر۱۱ عشاریه دوه سلنه لوړ شوی دی.

د یاد کمېسیون څېړنې ښيي د هېواد د نفوسو ۱۳ عشاریه ۹ سلنه معلولان دي چې شمېر یې ۴ میلیونه ۴۷۵ زرو کسانو ته رسیږي حال دا چې دا شمېر په ۱۳۸۴ لمریزکال کې ۲ عشاریه ۷سلنه د ټول نفوس کېده.

د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د راپور له مخې د ۴۱ سلنه معلولینو د معلولیت لامل جګړه او د سړک د غاړې د ماینونو چادنې دي.

دغه کمېسیون د خپل راپور لپاره په ۲۲ ولایتونو کې له ۱۵۰۴ معلولو کسانو سره مرکې کړي چې په ترڅ کې یې دوی له خپلو روغتیايي او حقوقي محدودیتونو سربیره په ټولنه کې ورته له سپکاوي هم سرټکولی دی.

د دغه کمېسیون غړې بنفشه یعقوبي وايي: "دوه بحثونه د خوښۍ وړ دي، یو دا چې په کارموندنه کې مو پرمختګ کړی همدارنګه ډېرو ته د زده کړو زمینې برابرې شوي چې یو سلنه زیاتوالی ښيي، دا د دې ښکارندويي کوي چې لږ څه پرمختګ شوی، خو مهم بحث دا دی چې موږ نه شو ویلي چې خپل د غوښتنې وړ وضعیت ته رسیدلی یو."

د افغانستان د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د بشر د حقونو دغه راپور نه رد او نه هم تاییدوي.

د دغه وزارت ویاند ضیاالحق فضلي ازادي رادیو ته وویل، د معلولینو د وضعیت د ښه والي لپاره کارونه شوي دي.

فضلي زیاته کړه: "دغه وزارت د معلولینو او شهیدانو لپاره ستراتیژي وروستۍ کړې او ډېر ژر به کابینې ته وړاندې شي، د کابینې له تصویبه وروسته تر لسو کلونو پورې د معلولینو روغتیايي، تعلیمي، تحصیلي، کارموندنې خدمتونه او ټولنه کې د دوی د ادغام مسئلې پېشبیني شوي دي."

سره له دې چې معلولیت یو نړیواله پدیده ده، خو افغانستان کې څو کلنه جګړه د دې لامل شوې چې معلولین په کې ډېر شي، اوس روښانه نه ده، کله به دغه جګړه ختمیږي چې نور قرباني نه شي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Новак Джокович

Открытый чемпионат Италии: Новак Джокович получил сильный удар после выхода в третий раунд после Корантена Муте | Теннисные новости






В РПЛ сменился лидер турнирной таблицы

Мишустин: в России продлят программу маткапитала

"Динамо" обыграло "Балтику", дважды забив в компенсированное время

«Как минимум»: синоптик Леус рассказал, когда на Земле завершатся магнитные бури