Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

سویس کانال کې د بندې پاتې شوې بېړۍ یوه برخه خلاصه شوه

0
سویس کانال کې د بندې پاتې شوې بېړۍ یوه برخه خلاصه شوه

د سویس کانال مشر اسامه ربیع وایي، د دوی هغه بېړۍ چې له څو ورځو راهیسې په سویس کانال کې بنده ده، اوس‌یې یوه برخه خلاصه شوې. 

له دې سره هیلې زیاتې شوي چې د بېړیو د تګ راتګ دغه مهمه لاره به بېرته خلاصه شي، خو نه‌دي ویل شوي چې په کومه ورځ. 

دا بېړۍ چې زرګونه کانتینر په‌کې بار دي او ۴۰۰ متره اوږدوالی او ۵۹ متره بر لري شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د مارچ په ۲۳مه په دې کانال کې بنده پاته شوه، له دې سره هغه سمندري لاره وتړل شوه چې د نړۍ له درېیو یوه برخه تېل ترې تېرېږي. 

والسټریت ژورنال ورځپاڼې د مسؤلو چارواکو له قوله ویلي، هغه بېړۍ لا هم خپل کار ته دوام ورکوي چې د بندې شوې هغې د ټېله کولو لپاره په کار اچول شوي. 

د بندې شوې بېړۍ یوه برخه وروسته له هغه خلاصه شوه چې ۱۰ نورو وړو بېړیو د اوبو د لوړ مدو جزر په مرسته مخته شاته کړه. 

پر فېس‌بوک خپره شوې یوې وېډیو کې لیدل کېږي چې د بېړۍ یوه حصه ښوري او د بند شوي کانال یوه برخه خلاصوي.  

په وېډیو کې هغه چېغې او نارې هم اورېدل کېږي چې د ژغورنې کارکوونکي یې د خپل کار د بریا لپاره وهي. 

د سویس کانال د یوې برخې د خلاصون خبره نن داسې مهال خپره شوه چې له پرون راهیسې د بندې پاته شوې بېړۍ د ژغورنې چارې ګړندۍ شوي.

د سویس کانال چارواکو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ژغورونکو د بېړۍ باډۍ ته نږدې ۱۸ متره لاندې د سمندر د تل د کېندنې هڅې پیل کړي. 

د مصر چارواکو اندېښنه ښودلې که د بېړۍ د ژغورلو چارې بریالۍ نه‌شي، اړ دي چې د بار نږدې ۱۸ زره کانتینرونو یوه برخه په کرین له بېړۍ ښکته کړي. 

دا عملیات بیا څو ورځې وخت غواړي او دغلته د نړیوالې بېړۍ چلونې چارې نورې هم ځنډوي.

دې بېړۍ همدا مهال د ۳۲۰ هغو نورو سوداګریزو بېړیو لاره بنده کړې چې غواړي له دې کاناله تېرې شي. 

د سویس کانال ۱۹۳ کیلو متره اوږدوالی لري او د نړۍ ټولټال ۱۲ فیصده سوداګري له همدې لارې کېږي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Новак Джокович

Джоковичу разбили голову бутылкой после матча. Видео






"Динамо" обыграло "Балтику", дважды забив в компенсированное время

Грузоперевозки в РФ упали на 10% из-за проблем в расчетах с Китаем

В Подмосковье в ночь на воскресенье ожидаются заморозки до минус 1 градуса

Журналисты узнали, как живут вне России дети Марии Голубкиной и Николая Фоменко