Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

هېواد: پاکستان په افغانستان کې د تپل شوې جګړې پای نه‌غواړي

0
هېواد: پاکستان په افغانستان کې د تپل شوې جګړې پای نه‌غواړي

صبح کابل

صبح کابل ورځپاڼې لیکلي، له بهرنیو څخه کورنیو ځواکونو ته د واک د لېږد پر مهال د سیمه‌ییزو پولیسو جوړول د افغان حکومت مهمه ستراتېژي وه چې دا مهال‌یې ګڼې اندېښنې راپورته کړي او د دې وېره شته چې دغه سیمه‌ییز پولیس به د کورنۍ جګړې لامل شي. 

وړاندې راغلي، که څه هم اړوند دولتي چارواکي د ملېشو یا اربکیو ځواکونو جوړول د سیمې د امنیت خوندیتوب او د افغان ځواکونو پیاوړتیا بولي، خو سیمه‌ییز خلک د دغو ځواکونو له شتون څخه شکایت لري.

د لیکوال په وینا چې د افغانستان په نا امنیو کې خپله د حکومت ناکامې ستراتېژۍ هم رول لري چې د خلکو د سرخوږي لامل شوی.

ورځپاڼې پر حکومت تندې نیوکې کړي چې دغه کوچنۍ جزیرې خپله حکومت رامنځته کړې چې اکثره‌یې د بشري حقونو ناقضین دي او د مخدره موادو او کانونو له غیر قانوني کېندنو څخه  ګټه اخلي او د سولې خبرو اترو او د جګړې نوي فصل په درشل کې لیرې نه‌ده چې د حکومت پر ضد هم وسله پورته کړي، هغه تورونه چې تر اوسه په رسمي ډول نه‌دي تأييد شوي.

مسیر

د مسیر ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، په خوست کې د 'CIA' ملېشې لا هم جنایت کوي.

وړاندې راغلي چې د خوست په صبریو ولسوالۍ کې د کمپاین په نوم ځواکونو عملیات کړي چې ۱۵ ملکي وکړي یې شهیدان کړي دي.

لیکول ادعا کړې چې په خوست کې د کمپاین په نوم دغه ځواکونه چې په ظاهره د افغان ځواکونو په چوکاټ کې دي، خو په وینا یې د دغو ځواکونو روزنه، تجهیز، معاش او رهبري ټول د امریکا د استخباراتو له‌خوا کېږي دغه جنایت‌یې ترسره کړی.

ورځپاڼې لیکلي، اوس باید د دغو ځواکونو جنایت ته په غبرګون کې پر دولتي چارواکو د نیوکې ترڅنګ اصلي ګوته سي ای اې او امریکا ته ونیول شي، ځکه په وینا یې دا جنایت د دوی ملېشه ځواک کوي چې حکومت پرې کنټرول نه‌لري. 

د لیکوال په خبره اوس چې د سولې خبرې هم روانې دي، د امریکايي ځواکونو د وتلو ترڅنګ باید د سي ای اې د دې ملېشو د حضور په اړه هم جدي بحث او پرېکړه وشي. 

هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې  لیکلي، پاکستان په افغانستان کې د تپل شوې جګړې پای نه‌غواړي.

د ورځپاڼې په وینا پاکستان لا هم د افغانستان په اړه خپله پالېسۍ کې کوم بدلون نه‌دی راوستی او نه‌غواړي چې په دې هېواد کې يې نيابتي جګړه پای ته ورسېږي. 

په مقاله کې ليکل شوي، پاکستان د ځان ساتلو او د خپل هندي سيال د وېرولو لپاره له تېرو ۲۰ کلونو راهيسې په افغانستان کې نيابتي جګړه روانه کړې او لا هم ادامه ورکوي.

د مطلب ليکوال زياته کړې، د پاکستان استخباراتي اداره په مستقيمه توګه په افغانستان کې د روانې نيابتي جګړې تر شا ده او دا ټولې نړۍ ته لکه لمر روښانه ده، هغه ادعا چې پاکستان‌يې تل ردوي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Новак Джокович

Джоковичу разбили голову бутылкой после матча. Видео






Марафон в память о 80-летии Севастопольской Победы прошел в Москве и Севастополе

Удар Зобнина принес «Спартаку» победу над «Краснодаром»

Москву и область ждёт похолодание в ночь на 12 мая

"Здоров и счастлив": Стала известна судьба кота-сорвиголова, спасённого из вольера с волками