Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

مسیر: امریکا په ۲ دلایلو له افغانستانه د خپلو ځواکونو په وتلو کې ځنډ کوي

0
مسیر: امریکا په ۲ دلایلو له افغانستانه د خپلو ځواکونو په وتلو کې ځنډ کوي

مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي, امریکا په دوو دلایلو له افغانستانه د خپلو ځواکونو په وتلو کې ځنډ کوي, لومړی دا چې په بین الافغاني خبرو کې پرمختګ نه دی شوی او امریکايي چارواکي وېره لري چې د دوی د ځواکونو وتل به افغانستان خونړیو جګړو ته بوځي چې بیا دوی ته په سرخوږي واوړي.

دوهمه مسئله چې لیکوال پرې تمرکر کړی هغه دا چې د امریکا او ناټو ترمنځ د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال په دې اړه همغږي نه وه، اوس چې بایډن راغلی، غواړي هرڅه له ناټو سره په همغږۍ او ګډه وکړي، نو د ځواکونو وتل به څو میاشتې نور هم ځنډېدلي وي.

د لېکوال په وینا، امریکا په دې اړه له طالبانو سره خبرې کوي او ښايي د دې چارې د منلو لپاره طالبانو ته ځیني امتیازات هم ورکړي.

خو ورځپاڼې ټینګار کړی، که د طالبانو او امریکا ترمنځ د ځواکونو د وتلو او یا په وتلو کې د ځنډ په اړه هوکړه ونه شي، د ترکیې غونډه به ناکامه شي او طالبان به بین الافغاني هوکړې ته ډېره لیوالتیا ونه ښيي.

هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې د طالبانو په نوې غوښتنې تمرکز کړی او لیکلي یې دي، په داسې حال کې چې د استانبول ناستې لپاره تیارۍ په بشپړېدو دي طالبانو یوه لانجمنه غوښتنه مطرح کړې چې باید دغه ناسته له روژې وروسته ترسره شي.

د لېکوال په وینا طالبانو د استانبول غونډې د مهالویش ټاکلو په اړه خورا زېرکانه او په هوښیارۍ وړاندیز کړی او دوی غواړي هغه مهال د استانبول غونډې ته ورشي چې له امریکا سره د شوي هوکړې پربنسټ د مې په میاشت کې بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلې وي.

ورځپاڼې په وینا، که د استانبول نېټه د طالبانو د غوښتنې پر بنسټ وځنډیږي، نو دغه ناسته کې به د طالبانو ګډون حتمي شي، خو که بهرني سرتیري د می په لومړۍ نېټه له افغانستانه ونه وځي، نو طالبان به د اعتراض په ډول د استانبول په غونډه کې له ګډونه ډډه وکړي.

هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د اسیا زړه کنفرانس د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې ته اشاره کړې لیکلي، د دې پروسې موخه د سولې لپاره اجماع ده او جمهور رئیس غني هم په دې غونډه کې د افغان حکومتي پلاوي په مشرۍ ګډون کړی دی.

وړاندې راغلي، دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې افغانستان کې د سولې او ثبات راوستو لپاره هڅې تر بل هر وخته ډېرې شوي دي او نړيواله ټولنه هم په دې اړه اجماع ته رسېدلې ده.

د لېکول په وینا، سره له دې چې د افغان سولې لپاره سيمه ييزه اجماع هم موجوده ده، خو اړتيا ده چې دا اجماع پياوړې شي، ځکه په خبره یې د افغانستان يو شمېر ګاونډيان او د سيمې يو شمېر هېوادونه لاهم له ترهګرو ملاتړ کوي او د افغانستان سوله او ثبات ګواښي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Новак Джокович

Теннисист Джокович раздавал автографы в шлеме после попадания бутылкой в голову






10 трлн на РЖД и автодороги, которые изменят мир. Эксперты рассказали о плюсах и минусах 10 федеральных проектов, сложившихся в Нацпроект «Транспорт»

Биография Андрея Белоусова: что известно об и. о. первого вице-премьера России

Елена Борзова: "Актёр — это не богема, а тот, кто работает всю жизнь над собой"

Дети из Узбекского землячества Бурятии увидели театр кукол «Ульгэр»: Россия и Культура