Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

خوست کې د ښوونکو کمښت او د ښوونځیو د تړل کېدو ګواښ

0
خوست کې د ښوونکو کمښت او د ښوونځیو د تړل کېدو ګواښ

د خوست د پوهنې ریاست چارواکي، د ولایتي شورا غړي او د ښوونځيو مدیران وايي، که د روان ښوونیز کال لپاره په دې ولایت کې د ښوونکو کمبود پوره نه شي، نو د ښوونځیو دروازې به وتړل شي.

دوی نن د چهارشنبې (د وري ۱۱مه) په ورځ په یوه خبري ناسته کې غوښتنه وکړه چې د دې ولایت د ښوونځیو او زده کوونکو شمېر ته په کتو دې، خوست ته د ۲نیم زره نویو ښوونکو د ګومارنې لپاره تشکیل ورکړل شي.

د کنفرانس ویناوالو دا هم وویل، داسې ښوونځي شته چې له ۲ رزه ډېر زده کوونکي او پنځوس شعبې لري، خو هغې لپاره یوازې ۴ رسمي ښوونکي لري.

نور کلونه به د نوي ښوونیز کال له پیل وړاندې ښوونځیو ته حق الزحمه ښوونکي ګومارل کېدل، خو د چارواکو په وینا د تېرکال راهیسې د پوهنې وزارت او ولسمشری ماڼۍ د ګډې پرېکړې پر بنسټ د حق الزحمه او قراردادي ښوونکو ګومارل بند شوي دي.

د خوست د پوهنې رئیس نصیر احمد روښان وویل، که د ښوونکو د کمښت ستونزه حل نه شي، نو ممکن تر راتلونکو لسو ورځو د حکومتي ښوونځیو دروازې وتړل شي: "د پوهنې ریاست اړوند ټول ښوونځي دا مهال د ۲۵۰۰ ښوونکو د شدید کمبود سره مخامخ دی، که د پوهنې وزارت او د ولسمشری ماڼۍ په ګډه دې لپاره حل لاره پیدا نه کړي، نو زموږ اټکل دا دی چې په راتلونکو لسو ورځو کې به ګڼ ښوونځي وتړل شي او موږ به ونه شو کولی چې د با کیفیته روزنې لپاره زده کوونکو ته د نن ورځې د غوښتنو سره سم شرایط برابر کړو."

د خوست د پوهنې رئیس زیاته کړه، تېره اوونۍ ولسمشر یو ولایت ته د ښوونکو۴ زره نوي بستونه انتقال کړل.

د ده په وینا ښه به دا وای چې د افغانستان ټولو ولایتونو ته د بستونو په انتقال کې د عدالت څخه کار اخېستل شوی وای.

د پوهنې رئیس دا هم وویل، ۷ کاله کېږي چې زده کوونکو ته نوي کتابونه نه دي ورکړل شوي او پوهنې وزارت دې ستونزې ته حل لاره نه ده پیدا کړې.

د خوست ولایتي شورا غړي نورشاه نوراني هم په خپلو خبرو کې د پوهنې پر وزارت او ولسمشری ماڼۍ غږ وکړ چې خوست کې د ښوونکو د کمښت ستونزه حل کړي.

ده وویل، که په دې اړه اقدام ونه شي او ښوونکي د ښوونځیو دروازې وتړي بیا دوی او خلک د ښوونکو تر څنګ دریږي چې د داسې حالت د پيښېدو مسوولیت به اړوندو ادارو ته متوجه وي.

په خوست کې د ازادۍ مینې د هلکانو د مرکزي لېسې امر قاسم جان ساحل وویل، دوی څرنګه کولای شي، چې ۲نیم زره زده کوونکو ته چې په ۵۰ شعبو کې دي، په ۴ رسمي ښوونکو زده کړه ورکړي؟

قاسم جان ساحل زیاتوي: "موږ پنځوس شعبې لرو او دې لپاره یوازې ۴ رسمي ښوونکي لرو، دا په هېڅ شکل نه کېږي چې موږ په ۴ ښوونکو ۵۰ شعبې کنټرول کړو، د ریاست په اوسنۍ پرېکړه کې د ښوونځي مدیر ته ۱۲ ساعته ورکړل شوي، سرښوونکو ته ۱۸ ساعته ورکړل شوي، د څاروندوې او سپورټ ښوونکو، لابرانټ دا ټول به تدریس کوي، نو چې لابراتور بند وي، نو عملي تجربې به څه ډول وشي؟"

د چارواکو په وینا د خوست په حکومتي ښوونځیو کې شاوخوا ۲۶۰ زره تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې د ۴نیم زره رسمي ښوونکو له خوا روزنه ورکول کېږي.

په دې ولایت کې تېرکال کې هم حق الزحمه ښوونکي ونه ګومارل شول او سږ کال چې د ښوونیز کال له پیله لس ورځې تیریږي، د ښوونکو د ګومارنې په اړه کوم واضح تصمیم نه دی نیول شوی.

په خوست کې پروسږکال ۸۰۰ ښوونکو په رضاء کارانه توګه ښوونځيو کې د لوستونو په پرمخ بیولو کې همکاري وکړه.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Хачанов победил Шевченко во втором круге турнира ATP в Риме






«Спускаюсь в метро и вижу — лежит на полу пожилая женщина». История про чудо

В конкурсе «Мисс Суздаль» в честь 1000-летия города победила девушка из Коврова

Начало мая в европейской части РФ стало самым холодным за всю историю

«Наша победа!» Новый поворот в деле сожженного в сарае мальчика