Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

د افغان سولې په اړه د استانبول غونډه؛ امریکايي او ترکي چارواکو پرې بحثونه کړي

0
د افغان سولې په اړه د استانبول غونډه؛ امریکايي او ترکي چارواکو پرې بحثونه کړي

امریکايي او ترکي چارواکو په استانبول کې د افغانستان د سولې په اړه د کېدونکې غونډې د اجنډا، نېټې او موخو په اړه بحث کړی.

دا بحثونه ترکیې ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي د څلور ورځني سفر پر مهال شوي دي.

په ترکیه کې د امریکا سفارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي: "خلیل‌زاد له ترکي چارواکو سره هوکړه کړې چې د استانبول غونډه د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت او د نړیوالې ټولنې د لوړپوړو چارواکو په ملاتړ، د افغانستان د سولې بهیر د پیاوړتیا او ګړندي کولو لپاره غوره لار ده. "

خبرپاڼه زیاتوي، له افغان لوریو هم غوښتل شوي چې د استانبول غونډه کې ګډون وکړي.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي: "د استانبول غونډه به له افغان مرکچیانو سره مرسته وکړي چې د جګړې د پای، یوې سیاسي حل‎لارې ته د رسېدو او تل‌پاتې اوربند لپاره خپلې هڅې چټکې کړي. "

زلمی خلیل‌زاد څلور ورځې په ترکیه کې و او هلته یې د ترکیې د جمهور رئیس له ستر سلاکار ابراهیم کالین او د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سدات اونال سره کتلي دي.

که څه هم د ترکیې په استانبول کې د افغانستان د سولې په اړه د کېدونکې غونډې کره نېټه نه ده اعلان شوې، خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دا ناسته به د اپریل میاشتې په لومړیو کې وشي.

ځینو رسنیو بیا د اپریل ۵مه د دې غونډې د کېدو نېټه ښودلې ده.

ترکیه او امریکا داسې مهال د دې غونډې د اجنډا او موخو په اړه غږېږي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پرون سې شنبه (د وري ۱۰مه) د اسیا زړه کنفرانس کې هیله وښوده چې دا غونډه به د افغانستان د شخړې د حل لپاره لار پرانېزي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا هم د ترکیې غونډه د افغانستان د قضیې د حل په برخه کې مهمه بولي.

د دې شورا مرستیال اسدالله سعادتي وايي، دا غونډه به د افغانستان د شخړې د سیاسي حل لپاره جوړه شوې اجماع نوره هم پیاوړې کړي: "د ترکیې د غونډې لپاره هغه ملي، سیمه‌ییز او نړېوال باور چې رامنځ‌ته شوی، هغه دا دی چې د افغانستان قضیه نور باید پای ته ورسېږي او یوه هوکړه وشي، خو لا تراوسه په دې اړه معلومات نه‌شته چې دا کار کېږي او که نه؟"

د افغانستان حکومت هم په دې غونډه کې د ګډون لپاره بشپړ چمتووالی نیولی او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله د فرانسې ۲۴ ټلوېزیون سره په مرکه کې ويلي، جمهور رئیس غني به هم دې غونډه کې ګډون وکړي، خو جمهوري ریاست په دې اړه څه نه وايي.

طالبان هم وايي، په غونډه کې یې د ګډون په اړه خپل‌منځي مشورې روانې دي او وروسته به یې په دې اړه دریځ روښانه شي.

د راپورونو پر بنسټ، د استانبول غونډه کې به یو بنسټیز بحث د افغانستان د سولې په راتلوونکو پړاوونو او تر خوا یې پر یوې داسې هوکړه کار کول وي چې د شخړې سیاسي حل ته لار پرانیزي.

افغان حکومت دې برخه کې ان وخت مخکې ټاکنو ته چمتووالی ښودلی، خو پر یوه تضمین شوي اوربند یې ټینګار کړی، هغه څه چې د سولې پروسې د ګړندي کولو او یوې پایلې ته د رسېدو لپاره د جمهور رئیس غني طرحه بلل کېږي.

د استانبول غونډه د ملګرو ملتونو په مشرۍ او د سیمې او نړۍ د مهمو هېوادونو او سازمانونو په ګډون ترسره کېږي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Новак Джокович

Открытый чемпионат Италии: Новак Джокович получил сильный удар после выхода в третий раунд после Корантена Муте | Теннисные новости






Народная артистка России Людмила Дугарова в главной роли в фильме Монголии

Театр, раскол и русская идея: как Александр III пробуждал национальное самосознание

В Москве лифт оторвал 10-летней девочке средний палец

Губернатор Дегтярев: мы хотим, чтобы внутренние старты обгоняли международные