Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

افغانستان کې بې کوره شوي کډوال ژمنيو مرستو ته په تمه دي

0

ملګرو ملتونو له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره له نړیوالو د پنځه اربه ډالرو غوښتنه کړې ده. د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د طالبانو لخوا د افغانستان واک ترلاسه کولو وروسته ملګرو ملتونو وخت په وخت ویلي چې دغه هېواد د بشري ناورین اړخ ته روان دی. د ملګرو ملتونو د شمېرو تر مخه په افغانستان کې دا مهال لږ تر لږه یو میلیون ماشومان د خوراک له کمښت سره مخ دي او نیمايي وګړي یې بشري مرستو ته اړتیا لري. د دې ترڅنګ ۳.۵ میلیونه خلک په هېواد دننه د کدوالۍ ژوند کوي. 

نور حال په دې ویډیو راپور کې.

ویډیو: ایسوشیېټیډ پریس




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса