د پاکستان پوځ: شمالي وزیرستان کې مو ۸ اسلامپلوه ملېشې وژلي
د پاکستان پوځ وایي، ځواکونو یې په شمالي وزیرستان کې اته اسلامپلوه ملېشې وژلې دي. دوی وایي، دغه کسان په هغو جلا جلا عملیاتو کې لهمنځه تللي چې د افغانستان سرحد ته نږدې په بویه او دوسالي سیمو کې پرون شنبه ترسره شول. د چارواکو د معلوماتو له مخې وژل شویو کې درې تنه د ټي.ټي.پي یا تحریک طالبان پاکستان غړي شامل دي. تر اوسه پاکستاني طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي او د پوځ دغه ادعا خپلواکو سرچینو هم نهده تأیید کړې. وزیرستان تېر کال د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د ډېرو بریدونو او دغهراز د حکومتي چارواکو او مشرانو د هدفي وژنو شاهد و.