یوناما: د افغانستان ښځې د پام وړ ټولنیزو خنډونو سره سره د رهبر کېدو جرأت کوي
ملګري ملتونه وایي، افغانستان هغه مهال له هر ناورین سره ډېر مقاومت کولای شي چې ښځې پهکې د تصمیم نیونې په ډګر کې له سړیو سره یوځای کار وکړي. افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې مشرې الیتا مېلر ویلي، که ښځو ته د سولې په بهیر کې د تصمیم نیونې تر کچې ونډه ورکړل شي، افغانان به داسې سولې ته ورسېږي چې د ټولو لپاره روښانه راتلونکی پهکې خوندي وي. د مېرمن مېلر دا خبرې د یوناما په هغې خبرپاڼه کې شوي چې نن د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره شوې ده. په خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان ښځې د پام وړ ټولنیزو خنډونو سره سره د رهبر کېدو جرأت کوي. Читать дальше...