Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

Новости за 14.03.2021

روسیه کې ۲۰۰کسان چې ډېری یې سیاسي څېرې دي، نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې پولیسو نژدې دوه سوه کسان چې اکثره یې سیاسي څېرې دي، نیولي دي.  دا اقدام هغه مهال ترسره شو چې پولیسو پرون د مارچ په ۱۳مه په اسماعیلوو هوټل چاپه ووهله.  دغه هوټل کې ځینو سیاسي څېرو د روسیې د سېپټمبر میاشتې محلي او پارلماني ټاکنو په اړه د بحث لپاره غونډه وربللې وه.  په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې پولیس د هوټل ودانۍ ته له ننوتلو وروسته نیول شوي کسان موټرو کې لېږدوي.  د روسیې د کورنیو چارو وزارت منلې چې شااوخوا دوه سوه کسان نیول شوي دي.  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن... Читать дальше...

یو شمېر اروپايي هېوادونه د کرونا د ۳مې څپې په اړه اندېښمن دي

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ په ځانګړي توګه د اروپا یو شمېر هېوادونو د کرونا ویروس د درېیمې څپې په اړه اندیښنه ښودلې ده.  دا اندیښنې وروسته تر دې زیاتې شوي چي دغلته د واکسین د ویش بهیر ټکنی روان دی او ځینو هېوادونو کې د استرازنکا واکسین تطبیق بند شوی دی.  د واکسینو پر دغه بریتانوي او سویډني شرکت وروسته تر دې فشارونه زیات شول چې له واکسین وروسته یې د وینې د کلکېدو په اړه ویره زیاته شوه.  د روغتیا نړیوال سازمان او د اروپا د درملو ادارې ویلي، استرازنکا واکسین خوندي دی.  له دې سره داسې ویره شته چې ممکن په ځینو هېوادونو... Читать дальше...

کونړ کې یو شمېر زده کوونکي: د ښوونځیو ادارې په یوه او بله پلمه پیسې غواړي

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې له دولسمو ټولګیو فارغېدونکي زده کوونکي او د دوی کورنۍ شکایت لري چې د ښوونځیو ادارې ورڅخه په بېلابېلو نومونو لکه د غونډو جوړولو او نورو مراسمو په نوم سلګونو افغانۍ غواړي. دوی وايي، ښايي یو شمېر زده کوونکي د دې پیسو د ورکړې توان ولري، خو ډېری یې نه لري. د ماڼوګي ولسوالۍ د ننګلام لېسې یو زده کوونکی وايي، کله چې د دولسم ټولګي د فراغت لړۍ پیل شوې، په یوه او بله پلمه ترې پیسې غوښتل کېږي. دې زده کونکی د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "زموږ د مکتب ادارې له هر شاګرده چې له دولسم ټولګي فارغېږي. Читать дальше...

نامعلومو وسله والو جلال اباد کې یو پولیس په ډزو وواژه

Pa.azadiradio.com 

نامعلومو وسله والو د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یو پولیس په ډزو وواژه. د ننګرهار مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته په رالېږل شوېو معلوماتو کې ویلي چې نامعلومو وسله والو نن یکشنبه (د کب ۲۴مه) سهار شااوخوا ۸ بجې د ننګرهار د برېښنا ریاست یو ساتونکی پولیس په ډزو وویشت. د معلوماتو له مخې د پېښې عاملین له سیمې تښتېدلي، خو د نیولو هڅې یې روانې دي. د پېښې عیني شاهدان وایي چې دوه تنه وسله وال چې مخونه یې پټ وو، د برېښنا ریاست مربوط یو پولیس چې په خپله دنده بوخت و، د تفنګچې په وسیله وویشت او ویې واژه. Читать дальше...

د کندز کروندګر وروستي ورښتونه د وچکالۍ پاى لپاره ښه زيرى بولي

Pa.azadiradio.com 

په روان کال ژمي کې د ورښتونو کموالی د کندز ولایت کروندګر او بڼوال اندېښمن کړي وو، خو وروستیو پرله پسې ورښتونو کروندګر د وچکالۍ له اندېښنو را وایستل او دا بارانونه یې د راتلونکي فصل لپاره ښه زیری وباله. د کندز د اقتاش ولسوالۍ ۵۰ کلن بزګر عبدالله چې پرځمکه یې غنم کرلي وایي:"ځمکو ته دا ورښتونه د کود یا پارو په څېر دي. انشالله راتلونکی کال به د غنمو حاصل ښه وي." ځینې کروندګر بیا په دې باور دي چې د ورښتونو له کبله ځمکو کې مضره حشرې او چینجي له منځه ځي او د وچکالۍ د له منځه وړو لامل هم ګرځي. د... Читать дальше...

د موسیقۍ اله 'جاپانۍ'؛ جګړه ځپلي هلمند کې یې مینه وال د مجلسونو مالګه یادوي

Pa.azadiradio.com 

په هلمند کې جاپانۍ جوړونکی سردار محمد وايي، په جګړه ځپلي چاپیریال کې خوښي ویشي. د جاپانۍ دا غږ وخت ناوخت د جګړه ځپلي هلمند په مرکز لښکرګاه کې د سردار محمد له خټو جوړ دکان څخه پورته کېږي.   هغه له کلونو راهېسې چاپانۍ چې ځینو سیمو کې یې بینجو هم بولي او د موسیقۍ اله ده غږوي یې او جوړوي یي. د موسیقۍ دا اله په هلمند، ارزګان او کندهار کې په محلي مجلسونو کې ډېره مشهوره ده او ډېر خوښوونکي لري. په دې جنوبې ولایتونو کې که څه هم د جګړې ډګر تود او خلک یې جګړو، بې کارۍ او بې وزلۍ مایوسه کړي، خو یو... Читать дальше...

ورلډ پالیټیک ریویو: امریکا باید افغانستان کې لا بدتر حالت ته ځان تیار کړي

Pa.azadiradio.com 

لانګ وار ژورنال لانګ وار ژورنال د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د امریکا د متحدو ایالاتونو د وروستي وړاندیز په اړه لیکنه خپره کړې ده.  دا خپرونه لیکي، د امریکا متحدو ایالاتونو په وروستیو کې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه طرحه وړاندې کړه چې څو وړاندیزونه په کې شامل دي چې د طالبانو له نظریو سره په ټکر کې دي.  دا طرحه چې د سولې پلان بلل کېږي غوښتنه کوي چې د افغانستان اوسنی اساسي قانون دې د راتلونکي اساسي قانون، انتخاباتو او واک وېش لپاره اساس وګرځول شي.   طالبانو پخوا دا درې واړه رد کړي وو. Читать дальше...

افغان چارواکي هڅه کوي چې د سالنګ تړل شوې لویه لار بېرته پرانیزي

Pa.azadiradio.com 

د ټولګټو وزارت وايي، هڅه کوي د سالنګ لویه لار چې د ټولو موټرو پرمخ پرون شنبه (د کب ۲۳مه) ماښام وتړل شوه، بېرته پرانیزي. په سالنګونو کې له جمعې راهیسې له ۳۰ تر ۴۰ سانټي مټرو واوره ورېدلې چې د موټرو تګ راتګ یې سخت کړی دی. د ټولګټو وزارت ویاند خلیل احمد امید پرون شنبه(د کب ۲۳مه) ازادي راډیو ته وویل:"د ټولګټو وزارت د ساتنې او څارنې څانګه هلته هڅه کوي چې لار په عاجله توګه بېرته پرانیزي. څرنګه چې هلته تېز باد او واوره ده او د لیدلو ساحه تنګه شوې او څوک نه شي کولی څو ګامه هم لاړ شي، ځکه تېز باد چلېږي،... Читать дальше...



دفاع وزارت: په افغان امنیتي ځواکونو کې د طالب جنګیالیو د ادغام امکان شته

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي دفاع وزارت یو معین وايي، په افغان امنیتي ځواکونو کې د وسله والو طالبانو د جنګیالیو د ادغام امکان شته. شاه محمود میاخېل ازادي راډیو ته وویل، د سولې پروسې د بریا په صورت کې د افغان امنیتي ځواکونو  په لیکو کې د طالبانو د ادغام لپاره شرایط مشخص دي. دی وايي: "که سوله بریالۍ او یوه موافقه وشي، دا د ټولو؛ هم د افغان امنیتي ځواکونو، هم د افغانانو هم د سیمې او نړۍ هیله ده چې سوله باید راشي. په هغه صورت کې هر څوک چې افغان وي او  پر شرایطو برابر وي، کولی شي په دفاعي او امنیتي ځواکونو شامل او خپله دنده مخ­ته یوسي. Читать дальше...

ننګرهار چارواکي: له۱۸۰ فارمونو هرکال ۶۰ ټُنه کبان بازار ته وړاندې کېږي

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې د کبانو د روزنې له څه باندې ۱۸۰ فارمونو څخه هرکال د کبانو ۶۰ ټُنه غوښه بازار ته وړاندې کېږي. د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل، دغه فارمونه د ځینو غیر دولتي ادارو په مالي مرسته جوړ شوي دي: "د بېلابېلو همکارو موسسو له لوري د ننګرهار په بهسودو، سره رود، کامې، ګوشتې، مومندرې، کوز کونړ، لعلپورې او  بټي کوټ ولسوالیو کې دغه فارمونه جوړ شوي دي. هڅه کوو پر ځان د بسیاینې لپاره په دې برخه کې نوره پانګونه هم وکړو." د والي ویاند وايي، په دغو فارمونو کې د کارپ، ګراس، سلور، لاهو او موري په نومونو کبان روزل کېږي.

زیمبابوې-افغانستان کرکټ؛ د افغانستان په ګټه لوبه ښه روانه ده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د زیمبابوې او افغانستان ترمنځ د کرکټ دوهمه ټېسټ لوبه تر اوسه ښه روانه ده. په متحده عرب اماراتو کې افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۵۴۵ منډې کړي، خو زیمبابوې توانېدلی تر دوهمې پاڼۍ پورې تر افغانستان ۸ منډې زیاتې وکړي. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل:"دوهمه ټېسټ لوبه روانه ده چې نن یکشنبه یې وروستۍ ورځ ده. افغانستان تر اوسه ښه لوبه ترسره کړې. زیمبابوې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره په دوهم ایننګ کې ۸ منډې جوړې کړي. افغان توپه اچوونکي هڅه کوي دوی ژر  وسوځوي او هدف... Читать дальше...

قزاقستان کې یوې پوځي الوتکې اور واخېست؛ ۴ تنه یې ووژل

Pa.azadiradio.com 

په قزاقستان کې لږ تر لږه ۴ کسان وخت مړه او دوه نور سخت ژوبل شول چې یوې پوځي الوتکې پرون شنبه (د کب ۲۳مه) د قزاقستان د لوی ښار الماتې پر هوايي ډګر د کښېناستو پر وخت اور واخېست. د هوايي ډګر چارواکو د فېسبوک له لارې اعلان وکړ چې پر ځایي وخت پرون مازېګر د الوتکې تر نسکورېدو وروسته د ژغورنې کار کوونکي ساحې ته ورسېدل. مخکې ویل شوي وو چې دغه الوتکه د قزاقستان د سرحدي ساتونکو وه چې د دغه هېواد د ملي امنیت د کمېټې تر څارنې لاندې یې فعالیت کاوه.

د ارمني ولسمشر سرکسیان او صدراعظم پاشنیان کتنه؛ سیاسي کړکېچ حلوي

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان ولسمشر ارمین سرکسیان پرون شنبه(۲۳مه) په یریوان کې له صدراعظم نیکول پاشنیان سره د روان بحران په باب خبرې وکړې. دا کتنه د جمهوري ریاست د هغو هڅو برخه ده چې هدف یې په دغه هېواد کې د سیاسي کړکېچ حلول دي. دا کړکېچ وروسته له هغې اوج ته ورسېد چې له اذربایجان سره د بېلتون­ غوښتونکې سیمې نګرنو قره­باغ پر سر له جګړې وروسته د اوربند موافقه لاسلیک شوه. د نوومبر میاشتې په لومړیو کې د اوربند تر لاسلیک وروسته د اپوزیسیون په رهبرۍ خلک د صدراعظم پر خلاف لارو سړکونو ته په مظاهره راوځي. د هغې موافقې... Читать дальше...

چین: د ۲۰۲۲ تر نیمايي به ۸۰ سلنه وګړي د کرونا پر وړاندې واکسین شي

Pa.azadiradio.com 

د چین یوه روغتیايي اداره وايي، په پام کې ده، د دغه هېواد له ۷۰ تر ۸۰ فیصدو پورې وګړي د ۲۰۲۲ میلادي کال تر نیمايي پورې د کرونا ویروس پر وړاندې واکسین شي. د چین د ناروغیو د کنټرول ادارې مشر، ګاو فو پرون شنبه (د کب ۲۳مه) وویل، چین به خپل یو میلیارد او ۹۰۰ میلیونه وګړو ته د کرونا ضد څلور تصویب شوي واکسینونه ولګوي. ګاو فو د چین دولتي ټلوېزیون CGTN ته وویل: چین هیله من دی چې وکړای شي په نړۍ کې د خپلو خلکو په خوندیتوب کې مخکښ وي. په چین کې د فبرورۍ میاشتې تر وروستۍ پورې ۵۲ میلیونه او پنځه لکه وګړي واکسین شوي دي. Читать дальше...

دفاع وزارت: ډاډه یو، افغانستان به بیا د ۹۰مې لسیزې کورنیو جګړو ته ستنه نه شي

Pa.azadiradio.com 

د ملي دفاع وزارت یو معین وايي، د افغانستان حکومت ډاډمن دی چې له افغانستان سره د ناټو تړون او د امریکا متحدو ایالاتونو تر څنګ د نړیوالو پوځي او نورې مرستې د اوږدې مودې لپاره دوام مومي. شاه محمود میاخېل وویل، له افغانستان سره د ناټو پوځي همکاري ښايي تر ۲۰۲۴ میلادي کاله دوام وکړي او د امریکا کانګرس هم د روان میلادي کال لپاره د افغانستان په اړه بودجه تصویب کړې ده. ښاغلي میاخېل ازادي راډیو ته وویل، نړۍ هم نه غواړي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د کورنیو جګړو د وخت په څېر دړې وړې شي: "مرستې... Читать дальше...

د غزني یو شمېر اوسېدونکي: لوړ ولور ددې ولایت د ځوانانو ملا ورماته کړه

Pa.azadiradio.com 

د غزني اوسېدونکي دغه ولایت کې د زیات ولور د اخېستو له ستونزو کړېږي، دوی په دغه دود کې پر لږوالي ټینګار کوي. ۲۰ کلنه راضیه دوه کاله وړاندې کوژدنه شوې، خو له هغه وروسته یې کوژدن(نامزاد) د ولور ګټلو په موخه په مساپرۍ وتلی. نوموړې وايي، له کوژدن کېدو وروسته اوس خپلې همځولې او د کورنۍ کسان پیغورونه ورکوي او لامل یې د لوړ ولور ناوړه دود ګڼي. راضیه وايي: "له کوژدنې وروسته مې کوژدن (نامزاد) ایران ته د مزدوري لپاره ولاړ، څو مې پلار ته ولور پوره کړي، پلار مې پر دوی ډېر ولور اېښی او په لږ وخت کې یې نه شي پوره کولی. Читать дальше...

ایران: د مدیترانې سمندرګي برید کې 'په قوي احتمال' اسرائیل لاس لري

Pa.azadiradio.com 

ایراني رسنیو د یوه ایراني تحقیق­ کوونکي خبرې رااخیستي چې ویلي یې دي، په مدیترانې سمندرګي کې د تېرې اوونۍ په حمله کې په قوي احتمال اسرائیل لاس لري. دغه پېښه تېره چهارشنبه شوې او کله چې تېره جمعه له اسرائیلي چارواکو په دې اړه د تبصرې غوښتنه وشوه، هغوی له څه ویلو ډډه وکړه. د ایران رسنیو تېره جمعه راپور ورکړ چې د «ایران شهر کُرد» په نوم دغه کښتۍ له یوې چاودونکې وسیلې سره لګېدلې چې د اور لګېدو سبب شوې ده. په دې پېښه کې چا ته د سر او مال د زیان اوښتو خبر نه دی ورکړل شوی. د رویټرز خبري اژانس په... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Анна Блинкова

Россиянки Аванесян и Блинкова вышли во второй тур турнира в Риме






ГИБДД в Москве объявила рейд на электросамокатчиков с 10 по 12 мая

Министр благоустройства Хайкин возложил цветы 9 Мая в Домодедове

Wink и "Кинопоиск" оштрафовали за пропаганду ЛГБТ

Агитбригада провела концерт в Центре контрактников в Балашихе