د هرات-تورغونډۍ پر لویه لار چاودنې د افغانستان شپږ سرحدي ځواکونه ووژل
د هرات-تورغونډۍ پر لویه لار د ماین چاودنې د افغانستان شپږ سرحدي ځواکونه ووژل. د هرات والي عبدالوحید قتالي ازادي راډیو ته وویل، پېښه د یکشنبې په مازدیګر د رباط سنګي ولسوالۍ په اړوند سیمه کې هغه مهال وشوه چې د دغو ځواکونو هاموې ټانګ پر خښ شوي ماین برابر شو. ښاغلی قتالي زیاتوي: "د لارې په اوږدو کې زموږ د سرحدي ځواکونو یو موټر د دښمن پر ماین برابر شوی دی، په خواشینۍ سره چې زموږ شپږ سرتېري شهیدان شوي دي، دښمن پر لویه لاره فزیکي حضور نهشي درلودلی، متأسفانه له موقع استفاده کوي او ماینونه ږدي." په... Читать дальше...