Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

Новости за 24.03.2021

ویسا: که امریکا له طالبانو سره هوکړې ته ژمن پاتې نه شي څه به وشي؟

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې د تاوتریخوالې د کمښت په تړاو د طالبانو یوې نوې طرحې ته سرلېکنه ځانګړې کړې ده. وړاندې راغلي چې طالبانو د تاوتریخوالي د کمښت په هدف یوه درې میاشتنۍ طرحه امریکا ته سپارلې ده او طرحه کې د طالبانو اساسې غوښتنې دا دي چې باید د دوی ٧ زره بندیانو خوشې شي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د طالب مشرانو او غړیو نومونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تور لېسته لېرې شي. ورځپاڼې لیکلي چې د طالبانو بله غوښتنه په دې درې میاشتنۍ طرحه کې دا ده چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي او... Читать дальше...

امریکايي پولیسو کولراډو کې د حمله کوونکي هویت څرګند کړ

Pa.azadiradio.com 

امریکايي چارواکو په کولراډو ایالت کې په ډزو د ۱۰ تنو وژل شویو او حمله کوونکي هویت څرګند کړ.  پولیس وايي چې حمله کوونکی احمد العلیوي ال عیسي نومېږي او ۲۱ کلن دی.  ال عیسي له پولیسو سره له نښتې وروسته ټپي او په یوه روغتون کې بستر شو.  دی چې له سوریې څخه یې امریکا ته پناه وړې وه، د کولراډو ایالت په اراوادا سیمه کې اوسېده.  پولیسو پرون سې شنبه(د وري ۳مه) وویل، ال عیسي نن محبس ته بیايي.  د دې پېښې د انګېزې په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.

د پاکستان چمن ښار کې چاودنې ۳ تنه وژلي او ۱۳یې ژوبل کړي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پولیس وايي، افغانستان ته نژدې په چمن ښار کې د چاودنې له کبله ۳ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.  دا چاودنه پرون سې شنبه (د وري ۳مه) ماسپښین وشوه.  د چمن د پولیسو مرستیال طارق مینګل وايي، بم په یوه موټرسایکل کې اېښودل شوی و او په ریموټ وچاودول شو.  د ده په وینا، د دې پېښې په قربانیانو کې یو ماشوم هم شامل دی.  د پاکستاني طالبانو تحریک د دې برید مسوولیت په غاړه اخېستی دی.

له افغانستانه د امریکايي ځواکو پر وتلو د یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو تبصرې

Pa.azadiradio.com 

یو.اېس.اې. ټوډې امریکایي ورځپاڼې 'یو.اېس.اې. ټوډې' په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده: موږ نه شو کولای افغانستان کې بریالي شو او د بايډن غوره اقدام دا دی چې د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې، هغه ضرب الاجل چې ټرمپ ټاکلی وو، له هغه ځایه ووځي.   د ټاکل شوې مودې او د هغې موافقې پر اساس چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو، ټاکل شوې ده افغانستان کې د امریکا جګړه د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې پای ته ورسېږي.  د ورځپاڼې په لیکنه، پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ زلمی خلیلزاد... Читать дальше...

د اروپايي ټولنې یو چارواکی له ترکي وزیر سره پر افغان سولې غږیدلی

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ رئیس جوزېپ بورېل د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولوت چاووش اوغلو سره د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې کړي.  په افغانستان کې اروپايي ټولنې پر خپله ټویټرپاڼه د دې دوو چارواکو د لیدنې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دوی د افغانستان د سولې د کنفرانس په اړه چې د ترکیې په کوربه توب جوړېږي بحث وکړ.  په ټویټ کې راغلي چې اروپايي ټولنه د ناټو د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې د ترټولو ډېرو سرتېرو په لرلو سره په افغانستان  کې د سولې د ټینګښت غوښتونکې ده او په دې برخه کې به له افغانان سره ګډ کار وکړي. Читать дальше...

د بشري حقونو کمېسیون د سولې مذاکراتو کې د پراخ بنسټه بهیر ملاتړ کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د سولې په مذاکراتو کې د داسې یوه پراخ بنسټه بهیر ملاتړ کوي چې د بشري حقونو او د جګړې د زیانمنو کسانو درناوی په کې وشي.  دې کمېسیون پرون په یوه بیان کې د سولې بهیر کې یو شمېر مواردو ته د پاملرنې غوښتنه کړې. د سولې په بهیر کې د ټولنې د بېلابېلو مذهبي او قومي ډلو ګډون، په دې بهیر کې د ښځو د لږ تر لږه دېرش سلنې او د جګړو د قربانیانو د استازو حضور له دې مواردو څخه دي.  په بیان کې راغلي دي چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په مذاکراتو کې له شاملو... Читать дальше...

اشرف غني په نیمروز کې د کمال خان بند رسماً پرانیست

Pa.azadiradio.com 

کمال خان بند نن د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا رسماً ګټې اخېستنې ته وسپارل شو. د پرانېستې مراسمو کې افغان ولسمشر، د کابینې غړيو، د ملي شورا استازيو او خلکو ګډون کړی وو. د اوبو د تنظيم د ادارې وياند نظام الدين خپلواک وايي، کمال خان بند د ۹ مېګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت  لري. د نوموړي په خبره دغه بند ۱۷۴ زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي او د ۵۲ میلیونه مټر مکعبه اوبو د سپما وړتیا لري. د اوبو د تنظيم ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د دې بند په ګټې اخېستنې سره به زرګونه خلکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د ناوالنۍ پلویان د کریملین پرضد بیا د پراخو اعتراضونو په هڅه کې دي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د اپوزیسیون د مشر الکسي ناوالنۍ پلویان هڅه کوي د کریملین پرضد یوځل بیا پراخ اعتراضونه پیل کړي. دا د ناوالنۍ د خوشې کولو لپاره د هڅو یوه نوې لړۍ بلل شوې.  په هغه بیان کې چې پرون د مارچ په ۲۳ مه د ناوالنۍ پر رسمي وېبپاڼه خپره شوه ویل شوي، وروسته له دې چې لږ تر لږه پنځه لکه کسان په دې اعتراضونو کې ګډون ته لېوالتیا وښيي د مظاهرو نېټه او ځای به اعلان شي.  د ناوالنۍ پلویانو همدا راز د هغو خلکو د نومونو ثبتولو لپاره چې غواړي په دې مظاهره کې ګډون وکړي یوه ځانګړې وېبپاڼه هم جوړه کړې ده. د ناوالنۍ... Читать дальше...



کرونا؛ هنګري کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۲ کسانو مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

هنګري پرون سې شنبه (د وري ۳مه) په یوه ورځ د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د مړینو تر ټولو لویه شمېره ثبت کړه. له دې اعلان وروسته د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان د دې هېواد د ځینو اقتصادي برخو د بیا فعالولو پرېکړه وځنډوله.  هنګري پرون سې شنبې په ۲۴ ساعتونو کې د ۲۵۲ کسانو مړینه اعلان کړه. دا ارقام په داسې حال کې خپرېږي چې په کووېډ- ۱۹ ناروغۍ خورا زیات اخته کسان د مصنوعي تنفس د ترلاسه کولو لپاره په روغتونونو کې بستر شوي.  په هنګري کې له نوومبر میاشتې راهیسې د ښوونځيو او وړکتونونو لپاره د نسبي قرنطین پیل اعلان شوی چې تر اوسه روان دی. Читать дальше...

ناټو: د روسیې یرغلیز اقدامات لا هم د یورو اتلانتیک ته ګواښ دی  

Pa.azadiradio.com 

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو ژمنه وکړه چې د لویدیځ هېوادونه به د زیاتېدونکو ګواښونو او سیستماتیکې سیالۍ پر وړاندې په خپلو کې همکاري کوي.  د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون سې شنبې (د وري ۳مه) په بروکسل کې په خپله غونډه کې همدا راز ټینګار وکړ چې د روسیې یرغلیز اقدامات لا هم د یورو اتلانتیک د امنیت لپاره یو لوی ګواښ دی.   له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن بروکسل ته له رسېدو سره سم وویل چې د چین پوځي ظهور او د لویدیځ د بې ثباته کولو لپاره د روسیې هڅې هغه ګواښونه دي چې ناټو یې یوځای کېدو ته مجبوره کړې ده. Читать дальше...

د کرونا پر مهال له ګڼې ګوڼې ډکه مېله

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان سند ایالت تېره اوونۍ د زرګونه خلکو د مېلې شاهد و. د اسونو ځغلول او غېږ نیونه د دې فیسټیوال اصلي برخې وې. د دې مېلې ګډونوالو نه‌یوازې دا چې خپله په کرونا ویروس له اخته کېدو وېره نه‌لرله، بلکې د روغتیايي متخصصانو د سپارښتنو خلاف‌یې نور هم ګډون ته هڅول. نور په دې راپور کې وګورئ.

د کمال خان د بند پرانيستل، د نیمروز د خلکو او کروندګرو هیلې راوټوکولې

Pa.azadiradio.com 

د نیمروز ولایت اوسیدونکي وايي، د کمال خان بند پرانیستل به د کرنیزو ځمکو د خړوبولو سربېره د دوی اقتصاد ته وده ورکړي. ۳۰ کلن بهرام حقمل د کمال خان بند ته په تمه دی چې د نیمروز ولایت په کنګ ولسوالۍ کې به د ده ۱۰۰ جریبه زراعتي ځمکه خړوبه کړي. د اوبو کمښت او سیلابونو به تل د هغه له ځمکو د غنمو او نورو غَلو دانو حاصلات له منځه وړل، خو اوس هغه د کمال خان بند ته ډېر هیله مند دی. دی وايي: "تېرو وختونو کې که موږ یو فصل هم درلود، سیلابونو به له منځه ووړ، خو اوس د کمال خان بند په بشپړېدو سره به هېڅ ځمکه... Читать дальше...

ناټو پر یووالي ټینګار وکړ؛ پر یوه غړي برید د ټلوالې پر ټولو غړو برید ګڼل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون سې شنبې(د وري ۳مه) په بروکسل کې په خپله غونډه کې د پردیو د حملو پر وړاندې له یو بل څخه د دفاع پر ژمنه ټینګار وکړ او په ډاګه یې کړه چې د شمالي امریکا او اروپا ترمنځ اړیکې به پراخوي. د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په پای کې په خپله ګډه اعلامیه کې وویل چې د دوی د غونډې هدف د شمالي امریکا او اروپا د اړیکو پر دوام ټینګار دی. د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن په ګډون په دې غونډه کې همدا راز د ډله ییزې دفاع پر اصل چې د ناټو د تړون په... Читать дальше...

له وخته مخکې احتمالي انتخابات؛ طالبان: هېڅکله د درغلیو ډک بهیر کې ګډون نه کوو

Pa.azadiradio.com 

طالبان وايي، د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه وروستۍ پرېکړه به په قطر کې  د دواړو خواوو د مرکچي پلاوو په خبرو کې کېږي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا څرګندونې پرون سې شنبه (د وري ۳مه) ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې وکړې. د مجاهد څرګندونې د هغو راپور په غبرګون کې وې چې وايي، ولسمشر اشرف غني به د له وخته مخکې انتخاباتو مسئله د افغانستان د سولې په اړه د بحث لپاره په ترکیه کې په جوړېدونکې غونډه کې مطرح کړي. د جمهوري ریاست یوه جګپوړي چارواکي چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نوم... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Даниил Медведев

Медведев с трудом одолел 121-ю ракетку мира на турнире в Риме






Станислав Садальский снова разнес Эрнста, а Валерию и Михайлова назвал “надоевшими”

Концерт «Моя Москва» покажут на mos.ru

Умные часы Kieslect пришли на российский рынок

II класс пожарной опасности ожидается на территории Подмосковья 14–16 мая