Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

Новости за 29.03.2021

جو بایډن هم د برما پوځ له‌خوا د وژونکي ځواک کارول وغندل

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د نورو رهبرانو ترڅنګ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن هم د برما د پوځ له‌‍خوا د وژونکي ځواک کارول وغندل. له کله چې د برما پوځ پر قدرت منګولې خښې کړي او پر کودتا ضد مظاهره‌چیانو یې تاوتریخجن فشارونه راوستلي، تېره شنبه تر ۹۰ د زیاتو کسانو د وژل کېدلو له کبله یوه خونړۍ ورځ وه. ولسمشر بایډن پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، دا وحشتناکه او غوسه پاروونکې پېښه ده. اروپايي ټولنې هم په برما کې د مظاهره‌چیانو په وړاندې شوی تاوتریخوالی غندلی او د نه‌منلو وړ یې بللی دی. دا عکس‌العملونه... Читать дальше...

پاکستان کې ځیني سیاستوال او فعالان: د پشتین او ځینو نورو نیول پاروونکی کار دی

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې ځیني سیاستوال او فعالان د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر او یو شمېر غړو نیول پاروونکی او ناقانونه کار بولي. پخوانی سناتور او د عوامي نشنل ګوند د پښتونخوا مشر افراسیاب خټک ازادي راډیو ته وویل چې د منظور پشتین نیول به لا پښتانه ځوانان سره متحده کړي او د ده په خبره د پاکستان حکومت به له سخت عکس‌العمل سره مخ شي. ښاغلی خټک زیاتوي: "د پي ټي اېم مشر منظور پښتون او د هغه د ملګرو محسن داوړ او نورو کسانو نیول کېدل د غندنې وړ قدم دی. دا غیر قانوني قدم دی. اساسي قانون یا ایین کې د موجودو ازادیو... Читать дальше...

کوسوو ته د کرونا ویروس ضد واکسین ورسېد

Pa.azadiradio.com 

کوسوو ته تازه د 'کووېډ-۱۹' واکسینونه ورسېدل. دا په اروپا کې وروستی هېواد دی چې واکسین ور رسېږي. دغه هېواد د کوواکس پروګرام په چوکاټ کې د استرازینیکا کمپنۍ تولید شوي ۲۴ زره دوزه واکسینونه یکشنبه ناوخته ترلاسه کړل. د کوسوو صدراعظم البین کورټي وویل چې حکومت به‌یې سمدستي د واکسین لګولو چارې پیل کړي. هغه زیاته کړه چې کوسوو شتمن هېواد نه‌دی، نو ځکه نړیوالو مرستو په تېره بیا د امریکا او اروپايي ټولنې لاسنیوي ته اړتیا لري څو د دې وژونکي ویروس په وړاندې مبارزه وکړي. واشنګتن او بروکسل د کوواکس په نوم د واکسین د توزېع د پروګرام اصلي تمویلوونکي دي. Читать дальше...

اندونیزیا کې دوو ځانمرګو بریدګرو شاوخوا ۲۰ تنه عبادت کوونکي ټپیان کړل

Pa.azadiradio.com 

په اندونیزیا کې دوو ځانمرګو بریدګرو شاوخوا ۲۰ تنه عبادت کوونکي په یوه لویه کلیسا کې ټپیان کړي دي. د اندونیزیا د پولیسو مشر جنرال لیستیو سیګیت پراباوو ویلي چې بریدګر ښايي د اسلامي دولت ډلې د ملاتړي ګروپ جماعة انشاروت توحيد غړي وو. پېښه یکشنبه د اندونیزیا په ماکاسار ښار کې هغه وخت شوې چې یوه ډله مسیحیان د سپېڅلې اوونۍ یا پاک اختر د پیل په پار سره غونډ شوي وو. سیمه‌ییزو چارواکو ویلي بریدګر کله چې د ساتونکو له ممناعت سره مخ شول له کلیسا دباندې یې برید ترسره کړ. په ټپيیانو کې د کلیسا ساتونکي هم شامل دي. Читать дальше...

د پاکستان پولیسو خېبر پښتونخوا کې د زرګونه لاریونوالو مخه نیولې

Pa.azadiradio.com 

پولیسو د پاکستان په شمال لوېدیځ ایالت خېبر پښتونخوا کې د زرګونه لاریونوالو مخه نیولې ده. د جاني‌خېلو شاوخوا ۳ زره اوسېدونکي په داسې حال کې چې د څلورو وژل شویو ځوانانوي مړي هم ورسره دي سړکونو ته وتلي دي. دا څلور مړي یوه اوونۍ مخکې له جاني‌خېلو پیدا شوي. د وژل شویو کسانو کورنیو ویلي چې د خپلو زامنو په بدنونو یې د ربړونې نښې نښانې لیدلي. دا زلمیان درې اوونۍ وړاندې له خپلو کورونو د مارغانو په ښکار پسې وتلي وو. لاریونوال وایي د پولیسو له ممانعت سربېره به اسلام‌اباد ته ځانونه رسوي او هلته به لویه مظاهره کوي. Читать дальше...

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ؛ نن د خوست اتلان او د لغمان ځوانان لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ په لړ کې به نن د خوست اتلان او د لغمان ځوانان لوبه وکړي. پرونۍ لوبه کې د کابل استقلال لوبډلې اته پر یو جبل‌السراج لوبډله ماته کړه. د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف د کابل د ټیم په اړه وویل: "د پلازمېنې کابل استازي ټیم تر اوسه په درېیو پرله‌پسې بریاوو سره ۹ امتیازونه اخیستي. ۱۷ ګولونه‌یې وهلي او یوازې ۲ ګولونه‌یې خوړلي دي." تمه ده د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ دوهم پړاو د وري په ۱۰مه په بلخ ولایت کې پیل شي.

د خوست والي: صبریو کې د طالبانو بم چاودنې یوه ښځه او یو ماشوم وژلي

Pa.azadiradio.com 

د خوست والي وايي په صبریو ولسوالۍ کې د طالبانو د بم په چاودنه کې یوه ښځه او یو ماشوم وژل شوي. مهمند کټوازي پرون یکشنبه دا خبره وروسته له هغه وکړه چې طالبانو او د صبریو ځینو اوسېدونکو افغان ځواکونه تورن کړي چې د عملیاتو پر مهال‌یې له ۲۰ زیات ملکیان وژلي دي. ښاغلی کټوازی وايي: "د طالبانو د ګروپ یوه نفر خپله یو بم انتقالاوه په کور کې بم وچاودېد، متأسفانه یوه ښځه او یو ماشوم هم شهید شول. هغو رسنیو چې کوم عکسونه خپاره کړي یا یې فېسبوکونو ته پورته کړي هغه د دښمن په ګټه دي درست نه‌دي. هغه ټول د طالبانو... Читать дальше...

د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون: د ترکیې ناسته کې د ښځو پراخه ونډه غواړو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر د ترکیې په کوربه‌توب د افغان سولې په تړاو په جوړېدونکې ناسته کې د ښځو پراخه ونډه غواړي. اغلې اکبر ازادي راډیو ته وویل چې د سولې په هڅو کې د ښځو شریکول د دې پروسې له مؤثریت سره مرسته کوي. شهرزاد اکبر وايي: "د دوحې په بحثونو کې څلورو ښځو ګډون درلود چې د قناعت وړ نه‌دی. متأسفانه موږ په مسکو کې شاته پاتې شوو او د ښځو شمېر راکم شو او یوه ښځه وه. کله چې د افغانستان نیمايي نفوس ته وايئ چې ستاسو غږ نه‌اورېدل کېږي او د افغانستان د راتلونکي په اړه... Читать дальше...

د اسیا زړه-استانبول پروسې کنفرانس او د سولې په اړه اجماع ته د افغان حکومت هیله

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان حکومت هیله‌من دی چې د اسیا زړه -استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو نهم دوه ورځنی کنفرانس به د سولې پروسې په اړه د سیمه‌ییزې اجماع لا پیاوړي کولو کې مرسته وکړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد ازادي راډیو ته وویل چې د اسیا زړه-استانبول پروسې د لوړپوړو چارواکو غونډه به نن د تاجکستان په مرکز دوشنبه کې جوړه شي. هغه زیاته کړه چې تمه ده د کنفرانس په دوهمه او وروستۍ ورځ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د تاجکستان ولسمشر امام علی رحمان هم ګډون او وینا وکړي. ښاغلی هېواد زیاتوي... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Новак Джокович

Открытый чемпионат Италии: Новак Джокович получил сильный удар после выхода в третий раунд после Корантена Муте | Теннисные новости






Президентские выборы проходят в Литве 12 мая

Рейс Москва-Гуанчжоу экстренно приземлился в Иркутске

Дзюба пропустит матч с «Оренбургом» из-за болезни

Синоптик Вильфанд: в следующие выходные температура приблизится к норме