قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزيرستان استازي محسن داوړ نوی ګوند اعلان کړ
نوموړي د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه په پېښور کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې په پاکستان، په ځانګړې توګه په پښتونخوا کې د يوه ملتپاله جمهوري ګوند تشه احساسېدله نو ځکه دوی نوی ګوند جوړ کړ.