Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

Новости за 21.09.2021

صرافان وايي، که یې مالي ستونزې هوارې نه شي فعالیتونه دروي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د صرافانو ټولنه وایي،که د صرافانو مالي ستونزې هوارې نه شي دوی د فعالیتونو درولو ته به اړ شي. د افغانستان د صرافانو د سراسري ټولنې مرستیال حاجي داد ګل نن سې شنبې (د وږې په ۳۰مه) ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان بانک له خوا لا هم د دوی ستونزه نه ده هواره شوې. نوموړي وویل، بانکونه صرافانو ته په اوونۍ کې شل زره افغانۍ او یا دوه سوه ډالر ورکوي چې دې چارې د صرافانو کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي. د افغانستان بانک دا پرېکړه په داسې حال کې کړې چې د افغانستان ډېره پانګه د نړیوال بانک له خوا ګنل ده. Читать дальше...

د افغانستان کرنې وزارت له ترکي استازو د هر اړخیزو مرستو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې،اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت له ترکیې غواړي چې له دغه هېواد سره هر اړخیزو مرستو ته دوام ورکړي. د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوی عبدالرحمن راشد نن سې شنبه (د وږي ۳۰مه) د افغانستان لپاره د ترکيې ۷۷ ودانيز شرکت مسؤل براق انسال سره د کتنې پر مهال له نوموړي وغوښتل چې هېواد دې خپلې پروژې په ځانګړي ډول د کرنې په برخه کې عملي کړي. وزارت په يوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغه ناسته کې ښاغلي انسال په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د ترکي پانګوالو د هر ډول همکاریو ژمنه کړې او ډاډ... Читать дальше...

مېل انلاین: طالبانو د موبایل د غلا په تور یو تن په دُرو وهلی

Pa.azadiradio.com 

مېل انلاین د بریتانیا مېل انلاین خپرونې په خپله پرونۍ ګڼه کې په دې اړه لیکنه خپره کړې چې د موبایل ټیلیفون د غلا په تور طالبانو یو تن په عام محضر کې په دُرو وهلی دی. د خپرونې په حواله، د طالبانو افراطي ډلې په افغانستان کې د خپلې بڼې د شریعت جاري کول پیل کړي دي. مېل انلاین د فرانسې خبري اژانس په حواله لیکي، دغه کس په کابل کې د پوهنې وزارت ته څېرمه وروسته له هغې وډبول شو چې یو بل کس دی د موبایل ټیلیفون په غلا تورن کړ. د تورن کس لاسونه د ټرافیکي اشارې په یوې پایې پورې تړل شوي چې تر هر ګوزار وروسته نارې وهي او خلک یې ننداره کوي. Читать дальше...

یو ځوان د تونس د مارانو او خزنده ګانو په اړه ویډیوګانې خپروي

Mashaalradio.com 

یو تونسی ځوان راز، راز خزنده ګان نیسي او بیا یې په اړه معلوماتي ویډیوګانې خپروي. محمد عزیز عبدالله وايي، له وړوکتوبه یې د مارانو، څرمښکیو، لټکو او لړمانو نیول پیل کړي او یوازینۍ موخه یې د خزنده ګانو په اړه معلومات خپرول دي. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.

کاناډا کې ټاکنې؛ رسنۍ: د جسټن ټرودو ګوند به ډېرې څوکۍ وګټي

Pa.azadiradio.com 

په کاناډا کې د رسنیو وړاندوینې ښيي چې د صدر اعظم جسټن ټرودو لبرال ګوند به په نننیو ټاکنو کې ډېرې څوکۍ وګټي.  د وړاندوینو له مخې رایه ورکوونکو لبرال ګوند بریالی کړی، خو لا هم معلومه نه ده چې دا ګوند به پارلمان کې دومره اکثریت وګټي چې د اپوزیسیون له ملاتړ پرته خپلو هېلو ته ورسیږي او که نه؟  ټرودو دا مهال د داسې حکومت مشري کوي چې پارلمان کې کمې څوکۍ لري، دوی د قوانینو د پاس کولو لپاره د نورو ګوندونو ملاتړ ته اړتیا لري.  جسټن ټروډو تېره میاشت ویلي و، د کرونا وبا پر مهال خلک محافظه کاره حکومت نه غواړي. Читать дальше...

هند بیا د کرونا ویروس د واکسینونو صادرات او مرسته پیلوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې هند راتلونکې اکتوبر میاشت کې بېرته د کرونا ویروس د واکسینونو صادرات او مرسته پیل کړي.  هند په تېره اپریل میاشته کې وروسته تر دې دا کار ودراوه چې په کور دننه په کې د کرونا مثبتې پېښې اوج ته ورسېدې.  د هند د روغتیا وزیر منسوخ مندویا ( Mansukh Mandaviya) ویلي، د هندیانو واکسینول به د حکومت د یوه لومړیتوب په توګه پاتې وي، خو یوازې اضافي واکسین نورو ته لېږي.  هند ته د نړۍ په کچه د واکسین د لوی تولید ځای په سترګه کتل کېږي او د روغتیا وزیر یې ویلي، اکتوبر میاشت کې به د دوی د میاشتني تولید کچه درې سوه میلیونه ډوزو ته ورسیږي.

هلمند میشتي: طالبان دې د تاریخي ابداتو ساتنه وکړي ​

Pa.azadiradio.com 

د هلمند اوسیدونکي له طالبانو د دغه ولایت د تاریخي ابداتو ساتنه غواړي. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې طالبانو د دغه ولایت د ګرشک ولسوالۍ د تاریخي بالاحصار یوه برخه د مدرسې جوړلو لپاره تخریب کړه. بشپړ ویډیويي راپور یې دلته وګورئ:

سپینه ماڼۍ:کابل کې د اګسټ د ۲۹مې برید امریکا لپاره یوه تراژیدي ده

Pa.azadiradio.com 

سپینې ماڼۍ یو وار بیا وویل چې په کابل کې د اګسټ نهه ویشتمې برید په تېروتنه شوی او امریکا یې یوه تراژیدي بولي. د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي پرون دوشنبه (د وږي ۲۹مه) په خبري کنفرانس کې د کابل د اګسټ د نهه ویشتمې د برید په تړاو چې په کې لس افغان ملکیان وژل شوي له څو پرله پسې پوښتنو سره مخ شوه. یوه پوښتنه ترې دا وشوه چې ولسمشر د دې برید په تړاو څه پیغام درلود: "دا برید په تېروتنه شوی. څېړنې به روانې او ولسمشر ترې ملاتړ کوي. د یوه انسان، د یوه ولسمشر او د یوه داسې چا په صفت چې هم د رهبر او هم شخصاً... Читать дальше...



طالبان: کورنیو چارو وزارت کې یو شمېر نوي مشران وټاکل شول

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې یو شمېر معینیتونو او ریاستونو ته یې نوي مشران ټاکلي دي. د دغه وزارت له خوا پرون په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په څلورو معینیتونو او شااوخوا لسو نورو لویو ریاستونو کې دا ګمارنې د چارو د غوره ترسراوي او د خدماتو د وړاندې کولو لپاره شوي. د کورنیو چارو وزارت له خوا د نوېو ۱۵ ګمارل شوېو کسانو په ډله کې له څلورو تنو پرته د نورو ټولو له نومونو سره مولوي یا قاري لیکل شوی. د خواله رسنیو ګڼو کاروونکو په تېره بیا د کورنیو چارو وزارت د همدې اعلامیې په پای کې... Читать дальше...

هند: ۳زره کیلوګرامه هیرویین چې له افغانستانه انتقال شوي وو ضبط شول

Pa.azadiradio.com 

هندي چارواکي وايي، نږدې درې زره کیلوګرامه هیرویین چې له افغانستانه انتقال شوي و د هند په یوه لویدیځ بندر کې کشف او ضبط شوي. د فرانسې خبري اژانس د هندي چارواکو په حواله د دغو هیروینو ارزښت دوه میلیارده او اووه سوه میلیونه ډالره اټکل کړې. د دغو هیروینو د انتقال په تور دوه هندیان نیول شوي دي. د هند د ګمرکونو استخباراتي اجنسۍ 'ډي.ار.ای' د دوشنبې په ورځ ویلي، په اصل کې دا مخدره مواد له افغانستانه بار او د ایران د یوه بندر له لارې د هند تر ګجراته رسول شوي وو. دې اجنسۍ ویلي، افغان اتباع هم په دې... Читать дальше...

طالبان: پنجشیر کې په ډله ییزه توګه د خلکو د وژلو راپورونه ردوو

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په پنجشیر کې په ډله ییزه توګه د خلکو د وژلو راپورونه رد کړل. د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد پرون دوشنبه(د وري ۲۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې دوی د پنجشیر تر نیولو وروسته چا ته زیان نه دی رسولی. هغه زیاته کړه چې د طالبانو غړیو په پنجشیر کې له خلکو سره بېلابېلې مرستې هم کړي دي. تر دې مخکې د "ملي مقاومت جبهې" ادعا کړې وه چې طالبان په پنجشیر کې په ډله ییزه توګه خلک وژلي دي. د بشري حقونو ځینو مدافعینو هم مخکې طالبان تورن کړي و چې په پنجشیر کې یې یو شمېر خلک وژلي دي. Читать дальше...

انګلستان پاکستان ته سفر او د کرکټ لوبې لغوه کړې

Pa.azadiradio.com 

د انګلستان کرکټ بورډ پاکستان ته سفر او لوبې لغوه کړې. دغه بورډ دوشنبه مازېګر په یوه اعلامیه کې ویلي چې په سیمه کې حالات اندېښمنوونکي دي، نو له دې امله نه غواړي چې په لوبغاړو باندې له حده زیات فشار راولي. د پاکستان د کرکټ بورډ مشر رمیز راجا د انګلستان په دې پرېکړه سخت خپګان او غوصه ښکاره کړې:"د انګلستان په نه لوبېدو ډېر خپه شوو. خو د دې کار تمه کېدله. ځکه دا لویدیځ بلاک سره یو کېږي متاسفانه او بیا د یو بل د ملاتړ هڅه کوي." تر دې څو ورځې مخکې هم نیوزیلنډ له پاکستان سره لوبې د امنیتي ګواښونو په سبب لغوه کړې. Читать дальше...

بایډن امریکا ته د بهرنیانو د سفر په سر لګیدلي محدودیتونه لېرې کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن به متحده ایالاتونو ته د بهرنیانو د سفر په سر لګیدلي محدودیتونه په نوومبر میاشت کې لېرې کړي. د امریکا ادارې ټول بهرنیان مکلف ګرځولي چې امریکا ته د تګ پر وخت باید خپل واکسینونه پوره کړي وي. د سپینې ماڼۍ د کووېډ نولس ضد د همغږۍ مسوول جېف دینیز پرون دوشنبه (د وږي ۲۹مه) د محدودیتونو د لېرې کېدو او نویو پالیسیو په اړه وغږېد. هغه وویل، کوم بهرنیان چې امریکا ته سفر کوي باید له پرواز مخکې واکسین شوي وي او د کووېد منفي ټېسټ له ځانه سره ولري. ډینیز زیاته کړه، کوم کسان چې بشپړ واکسین وي قرنطین ته اړتیا نه لري.

اقلیمي بدلون،کرونا او جګړه؛ ملګري ملتونه: نړۍ سختو ننګونو سره مخ ده

Pa.azadiradio.com 

نیویارک د ملګرو ملتونو د ۷۶ عمومي اسمبلۍ کوربه دی. د دې اسمبلۍ لپاره د نړۍ مشران داسې وخت سره ټولېږي چې اقلیمي بدلون، کووېډ نولس او جګړو د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو سیوری غوړولی. د عمومي اسمبلۍ اصلي غونډه به چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشران په کې په نوبت غږیږي نن د نیویارک په وخت د سهار په نهو او د افغانستان پر وخت د مازیګر په پنځه نیمو پیل شي. د اصلي مجلسونو تر پيل مخکې په حاشیوي غونډو کې یوه د دوامداره پراختیا د اهدافو ناسته وه چې د دوشنبې په ورځ په کې د نړۍ ځینې مشران وغږېدل. د ملګرو ملتونو... Читать дальше...

د روغتیا نړیوال سازمان: د افغانستان روغتیايي حالت سقوط سره مخ دی

Pa.azadiradio.com 

افغانستان چې شااوخوا یوه میاشت یې د ځمکې او هوا لارې تړلې وې په کې روغتیايي خدمتونو او درملو ته د خلکو د کم لاسرسي په خاطر سختې اندېښنې رامنځته شوي. د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروس ګبرېسوس ادهانم ویلي چې په افغانستان کې خلک د درملو د نشتوالي له امله مري. هغه وویل، له کابله مخکې لبنان ته تللی و او د دغو دواړو سیمو وضعه ډېره خرابه ده: "دواړو وضعیتونو دا را په یاد کړه چې نړۍ ولې د روغتیا نړیوال سازمان ډبلیو اچ او ته اړتیا لري او ولې دا هېوادونه ملاتړ ته اړتیا لري. دواړه ځایه وضعیت سخت خرابه دی. Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Рублёв поднимется на шестое место в рейтинге ATP после победы на «Мастерсе» в Мадриде






Жители ХМАО расскажут о родственниках-героях благодаря Полотну Победы

МИД России призывает Мексику исключить необоснованные отказы во въезде россиянам

Врезавшегося в Троицкий мост в Петербурге лихача задержали в Москве

В Москве задержали двух мужчин, которые подрались и устроили стрельбу у кафе