Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

د افغانستان او پاکستان ټرانزيټي اړیکې پراخې شوې: غوریانی

0
د افغانستان او پاکستان ټرانزيټي اړیکې پراخې شوې: غوریانی

افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني ويلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ ترانزیټي اړیکې په دې وروستیو کې پراختیا  موندلې ده.

نوموړي د مارچ پر ۱۷مه نېټه (پرون) په کابل کې له پاکستانه ورغلي سوداګريز پلاوي سره د غونډې پر مهال زياته کړه چې په دوه اړخيزې همکارۍ سره بايد د دواړو هیوادونو خلکو ته د سوداګرۍ او ترانزیټ لا زياتې موقع رامنځته کړل شي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیټ تړون ((اپټا)) د غځونې په اړه غورياني وويل چې د پاکستان لوړپوړو چارواکو د دې تړون د نوي متن په جوړولو کې چمتووالی ښودلی دی. 

هغه زیاته کړه چې د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان تر منځ د تاشکند درې اړخیزه ناسته کې پاکستاني پلاوي موافقه وکړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به يوه نوې ((اپټا)) د نړیوال سازمان له اصولو سره سم جوړه شي چې د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګريزې ترانزیټي اړیکې پراخې کړي.

پر دې مهال د پاکستان پلاوي مزارشریف ته د دوی د سفر پایلو په بیانولو سره د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ ترانزیټي اړیکو پراختیا وستايله او په بیلابیلو برخو کې یې له افغان پانګوالو سره په ګډ ه کارکولو کې خپله  ليوالتيا څرګنده کړه.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Хачанов победил Шевченко во втором круге турнира ATP в Риме






Школу паллиативного пациента открыли в Химках

Алексей Федоров: «Квантовые технологии уже можно и нужно применять на практике»

Комитет СФ поддержал кандидатуру Ковальчука на пост главы Счётной палаты

В Культурном центре «Интеграция» на Саянской прошел концерт, посвященный Дню Победы