Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

افغان ولسمشر په نيمروز کې کمال خان بند په رسمي ډول پرانيست

0
افغان ولسمشر په نيمروز کې کمال خان بند په رسمي ډول پرانيست

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن (مارچ ۲۴مه) د دغه هېواد په نيمروز ولايت کې کمال خان بند پرانيست. ‎د اوبو دغه لوی بند نيمروز په چهاربرجک ولسوالۍ کې جوړ شوی دی.

ولسمشر غني د کمال خان بند پرانیست غونډې ته په خپله وینا کې وویل، چې دا د افغانستان لپاره حیاتي دی او په دې سره به نیمروز له نوې سره ورغول شي.

ده وویل: "ویاړم چې د افغانانو د پېړیو هیله نن په سترګو ګورو، خو لومړی باید اوبه په مؤثره توګه مدیریت کړو، نن موږ اوبه ضایع کوو، خو باید د قطره یي اوبو مدیریت رامنځته کړو چې قیمت یې له تېلو لوړ او لس چنده زیاتېږي."

‎ولسمشر غني وویل، ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر به د کمال خان بند ترڅنګ یو کرنیز او د اوبو څېړنیز مرکز پرانېستل شي، چې د کمال خان بند او دغه بند ته د نورو سیندونو بهېدونکي اوبه په سمه توګه مدیریت شي.

 کمال خان بند پرانېسته پر داسې دا مهال کېږي چې په افغانستان کې د اوبو سمبالولو اوونۍ روانه ده.

‎افغان ولسمشر غني پرانیست غونډې ته په وینا کې ټینګار وکړ چې د ټول هېواد د خلکو لپاره باید د بندونو د ساتنې او دفاع په برخه کې عامه پوهاوی ورکړل شي: "موږ باید د کمال خان بند د خپلې سترګې د کسي غوندې وساتو، د افغانستان او نیمروز ټول خلک باید یو ټولنیز پیمان ته راولو چې د دغو بندنو خوندیتوب او دفاع خلک وکړي."

‎ولسمشر په دغو مراسمو کې پر طالبانو غږ وکړ چې د دغه شان سترو او ملي پروژو په اړه فکر وکړي او په خبره یې د ولسي ګټو ځایونه (عامه تاسیسات) دې له منځه نه وړي، ‎خو طالبان وایي چې دوی هم د دغې پروژې د پرانېستې ملاتړ کوي.

د بند پرانيستې پر مهال د افغان ولسمشر مرستيالان امر الله صالح او سرور دانش او د نور مرکزي او ولايتي چارواکې موجود ول.

د اوبو چارې سمبالولو ملي ادارې ویاند نظام الدین خپلواک مشال راډيو ته ويلي چې اوس به دغه بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

خپلواک زیاته کړه: "د کمال خان بند په وسیله به د نیمروز خړې دښتې زرغونې او لکونه هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره شي."

‎‎کمال خان بند په چهار برجک ولسوالۍ کې موقعیت لري چې د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار په جنوب لویدیځه برخه کې د ۹۵ کیلوميټرۍ په اندازه واټن کې پروت دی.

د اوبو سمبالولو ملي اداره وايي چې کمال خان بند د ۵۲ میلیون مکعب ميټر اوبو زېرمه کولو او د یو لک او ۷۴ زره هېکټره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري. د دې تر څنګ دغه بند تر نهه مېګا واټه پورې برېښنا تولیدولای شي.

 اداره وايي، کمال خان بند د افغانستان د حکومت له خوا د شااوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د افغانستان دولت د پراختیایي بودجې په لګښت جوړ شوی.

د دغه بند په جوړولو کې ځاني قربانۍ هم ورکړل شوي او د ساتنې په ترڅ کې یې یوشمېر سرتېري وژل شوي او یو شمېر ټپیان شوي دي.

د افغان ولسمشر فرهنګي سلاکار شاه حسین مرتضوي نن پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د بند جوړولو په دې ترڅ کې ۳۹ کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي. 

کمال خان بند ۱۶ ميټره جګوالی لري او د هلمند سیند په اوږدو کې جوړ شوی دی. د دې سیند اوبه هامون جهيل ته بهېږي چې د افغانستان او ایران ترمنځ ګډ جھیل دی.

د افغانستان په نیمروز کې کمال خان بند، په هرات کې سلما بند او په فراه کې بخش اباد بند د دې هېواد تر ټولو لوی بندونه دي چې د ایران په ګاونډ کې پراته دي، خو افغانستان کې د بندونو جوړول د ایراني چارواکو لپاره حساسیت پاورونکي دي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Новак Джокович

Кто транслирует бой Табило против Джоковича на турнире Rome Masters 1000?






Какие 4 территории Запад не отдал нам после 9 мая 1945-го. Сталин требовал

Белый дом запретил импорт российского урана

Число получающих поддержку МСП и самозанятых упало на треть

Baza: Поезд сошел с рельсов в Волгоградской области из-за атаки дрона