Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

افغان ولسمشر د سولې لپاره د درې پړاوونو وړاندیز وکړ

0
افغان ولسمشر د سولې لپاره د درې پړاوونو وړاندیز وکړ

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د اسیا زړه ـ استانبول کنفرانس په دویمه ورځ دې غونډې ته په وېنا کې يو ځل بيا د ټاکنو له لارې د واک په ليږد ټینګار وکړ.

ولسمشرغني د تاجکستان په مرکز،‌ دوشنبې کې روانې دې غونډه کې وویل افغانان سوله غواړي خو داسې سوله چې وینه توېیدل د تل لپاره ودروي. هغه د سولې بهیر په اړه وويل چې په دريوو مرحلو کې ترسره کېدای شي. د هغه په وېنا لومړی بايد د سولې داسې هوکړه وشي چې لویه جرګه یې تایید کړي. په دوهم پړاو کې داسې اوربند پکار دی چې نړيوال ضمانت او څارنه ولري. د هغه په خبره په درېیم پړاو کې دې د افغانستان د اساسي قانون په نظر کې نیولو سره تر نړيوال څار لاندې ټاکنې وشي.

طالبانو تر اوسه پورې د ولسمشر غني دې تازه ‌خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی. خو په تېر وخت کې یې ورته پلان رد کړی وو. تمه ده چې په ترکیې کې به دواړه خواوې د نړيوالو هېوادونو د استازو په شتون کې په يوه غونډه کې په دې هکله نورې خبرې وکړي. تر اوسه د دې غونډې نېټه نه ده اعلان شوې.

ولسمشر غني د اسیا زړه په کنفرانس کې د وېنا په مهال د افغانستان سولې لپاره د سیمې او نړۍ هېوادونو همکاري مهمه وبلله او هیله یې وښوده چې دا ملاتړ همداسې روان واوسي. نوموړي زیاته کړه چې یو سوله ییز افغانستان د اسيا د څلور لارې په توګه د سيمې په اقتصادي پرمختګ کې مهم کردار لوبولی شي.

د افغانستان په اړه د اسیا زړه کنفرانس - استنبول بهیر لومړی په ۲۰۱۱ کال کې په ترکيه کې پېل شو خو اوس یې غونډې د سيمې په بېلابېلو هېوادونو کې وخت په وخت کېږي. په دې کنفرانس کې پر افغانستان سربېره ۱۴ سيمه ييز هېوادونو ګډون کوي. دا ځل یې تاجکستان کوربه دی.

د تاجکستان ولسمشر امام علي‌رحمان د دې غونډې د پرانیستې په وېنا کې د افغانستان د تلپاتې سولې ملاتړ وکړ. نوموړي هم وويل چې د افغانستان ثبات په سيمه کې د تجارت او اقتصاد نوې موقعې پېدا کولی او هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخولی شي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Казахстан узнал еще одну печальную новость после сюрприза Рыбакиной






Более 150 автомобилей отправились «Дорогами Памяти» от Музея Победы

На выставке-форуме «Россия» продолжают заманивать туристов на активный отдых во Владимирской области

АМОР провел в Москве турнир по мини-футболу

Пары из Подмосковья поженились на всероссийском фестивале свадеб