Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

Новости за 02.03.2021

ملګري ملتونه: د ۱،۷ میلیارد ډالرو مرسته یمن لپاره کافي نه ده

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وايي، هغه ۱،۷ میلیارد ډالر چې مرستندویو هېوادونو یې ژمنه کړې، په یمن کې له قحطۍ سره د مبارزې لپاره کافي نه دي.  د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش پرون دوشنبه(د کب ۱۱مه) په یوه انلاین غونډه کې له نړیوالو مرستندویانو د یمن لپاره د درې میلیارده او اته نیم سوه میلیونه ډالرو د ځانګړي کولو غوښتنه وکړه.  ملګري ملتونه وايي، د یمن نیمايي نفوس چې شپاړس میلیونه وګړي دي، له لوږې سره لاس ګرېوان دي.  حوثي یاغیانو چې ایران یې ملاتړ کوي په ۲۰۱۴ کال کې پلازمېنه پر صنعا او د یمن د شمال پر سیمو ولکه ټینګه کړه.

امریکا اوکراین سره د ۱۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پوځي مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزارت له اوکراین سره د ۱۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پوځي مرسته اعلان کړه.  پنټاګون په یوه بیان کې وايي، په دې مرستو کې په وسلو سمبالې د ګزمې دوه کښتۍ هم شاملې دي څو اوکراین له هغو په کار اخېستو سره له خپل سمندري قلمرو څخه دفاع وکړای شي.  اوکراین د کریمیا د ټاپو وزمې پرسر له روسیې سره اختلاف لري. مسکو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې کریمیا اشغال کړه او له هغه وخته تراوسه د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوو بېلتونپالو ملاتړ کوي.  د اوکراین په جګړه کې چې ۷ کاله پرې اوښتي، تر اوسه له ۱۴ زرو زیات کسان وژل شوي دي.

دارالامان ماڼۍ کې د افغان سرتېرو په ملاتړ نندارتون

Pa.azadiradio.com 

په لومړي ځل دارالامان ماڼۍ کې د افغان سرتېرو په ملاتړ نندارتون جوړ شو. په ياد نندارتون کې يو شمېر افغان سرتېري وايي، چمتو دي چې په هر حال کې له هېواده ساتنه وکړي. خو امنيتي مسؤلين وايي، طالبان د سولې ټینګښت لپاره په خپلو ژمنو نه‌دي ولاړ اوربند يې ونه‌کړ، تاوتريخوالی لا هم دوام لري او د سولې په برخه کې يې پرمختګ نه‌دی رامنځته کړی. بشپړ جزئيات په دې راپور کې وګورئ.

یو شمېر هېوادونو کې د کرونا پرضد د واکسین تطبیق روان دی

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د کرونا ویروس پر ضد د واکسین تطبیق روان دی.  د ګانا ولسمشر نانا- اکوفو- ادو لومړنی کس دی چې د کوواکس په نوم د واکسین د نړیوال کمپاین په ترڅ کې د کرونا واکسین ورکړل شو.  ادو او د هغه مېرمنې ته پرون د مارچ په لومړۍ نېټه په هغو مراسمو کې چې جریان یې پر ټلوېزیون خپرېده، د کرونا ضد اسټرا زینېکا واکسین ورکړل شو. نوموړي وویل، دی غواړي د لویدیځې افریقا د دې هېواد خلکو ته وښيي چې واکسین اغېز لري.  کوواکس د نړۍ له بې وزلو هېوادونو سره د واکسین په برخه کې د مرستې نړیوال پروګرام دی. Читать дальше...

د بامیانو بتان؛ عظمت او تراژیدي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو جنګیالیو د ۲۰۰۱ کال د مارچ میاشتې په لومړیو کې د افغانستان دوه سترې تاریخي او فرهنګي ګنجینې په چاودېدونکو موادو ویجاړې کړې. له دې ویجاړیو ۲۰ کاله وروسته، دغو غوره اثارو او د هغه موقعیت ته کتنه کوو.

ارګ: ولسمشر غني د لوی څارنوال فرید حمیدي استعفی ومنله

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د لوی څارنوال استعفی ومنله. د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه پال ازادي راډیو ته وویل، فرید حمیدي پرون دوشنبه (د کب ۱۱مه) د شخصي ملحوظاتو له مخې استعفی ورکړې ده: "ولسمشر د لوی څارنوال محترم فرید حمیدي استعفی ومنله. حمیدي صاحب د کورنیو او شخصي ستونزو له کبله خپله استعفی وړاندې کړه، ولسمشر یې د خدمتونو د درناوي تر څنګ استعفی ومنله." فرید حمیدي د ۱۳۹۵لمریز کال د وري/ حمل میاشتې پر ۲۰مه له ولسي جرګې د ۱۱۳ رایو په ترلاسه کولو د باور رایې اخېستې وې او د لوی څارنوال په توګه ټاکل شوی و.

چارواکي: د کجکي بند د دوهم فاز د رغونې چارې ۲۷ سلنه مخ­ته تللي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي، په هلمند کې د کجکي د برېښنا د تولید بند د دوهم فاز د رغونې چارې ۲۷ فیصده مخ­ته تللي دي. د دې ادارې ویاند نظام الدین خپلواک پرون دوشنبه (د کب ۱۱مه) ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "اوس­مهال د دغه بند د دوهم فاز د رغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي چې تر ۲۷ سلنو پورې یې چارې مخ­ته تللي دي. پر دغه فاز به تر ۲۰۹ میلیون امریکايي ډالره لګښت راځي. دغه بند به په ټوله کې د ۱۵۱ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت ولري." ښاغلی نظام وايي، د کجکي د بند لومړی فاز د ۵۱ مېګاواټه... Читать дальше...

چارواکي: د لوګر له مس عینکه ۲۵۰۰ قلمه اثار کابل ته راوړل شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوګر له مس عینک کان څخه شااوخوا ۲۵۰۰ قلمه موندل شوي لرغوني اثار کابل ته ولېږدول شول. د دغه وزارت ویاند صابر مومند پرون دوشنبه(د کب ۱۱مه) ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "د لوګر له مس عینک څخه شاا و خوا ۲۵۰۰ قلمه اثار کابل ته انتقال شوي دي. په دغو اثارو کې ۵۰۰ یې هغه اثار دي چې خټین او مسي لوښي شامل دي او باقي یې ټولې سکې دي." ښاغلی مومند وايي، موندل شوي لرغوني لوښي ملي موزیم ته لېږدول شوي او پاتې ۲۰۰۰ اثار چې زیاتره یې سکې دي، د لرغونپوهنې ریاست ته... Читать дальше...



د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د کرکټ لومړۍ ټېسټ-لوبه کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ نن سې شنبه (د کب ۱۲مه) په متحده عرب اماراتو کې د کرکټ لومړۍ ټېسټ-لوبه کېږي. د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل، د زیمبابوې پر وړاندې د مسابقو تازه لړۍ ته تر ډېره ځوان لوبغاړه غوره شوي دي: "دا ځل د افغانستان د لوبډلې په نوم­لړ کې ځوانو لوبغاړو ته ډېر ځای ورکړل شوی دی. باوري یو چې یاد لوبغاړي به د افغانستان لپاره ښه نتیجه ولري او درته ویلی شم چې د لوبغاړو په غوراوي کې اتلیت (Athlete) منجمنټ سیسټم ډېر رول درلود." د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ به دوهمه ټېسټ لوبه د مارچ پر لسمه نېټه پیل شي.

اوکراین د ډیپلوماتانو یوه شبکه شنډه کړې چې په قاچاق تورن وو

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د امنیتي خدماتو اداره وايي، د ځینو اوسنیو او پخوانیو ډیپلوماتانو یوه شبکه یې شنډه کړې چې د قیمتي توکو په قاچاق تورن وو. د اوکراین دغه پخواني او اوسني ډیپلوماتان تورن دي چې د سرو-زرو او بهرنیو اسعارو په ګډون یې د سلګونو-زره ډالرو په ارزښت اجناس قاچاق کړي دي. د امنیتي خدماتو ادارې پرون دوشنبه(د کب ۱۱مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، دغو ډیپلوماتانو، د ډیپلوماټیکو اسنادو د پوستي خدماتو له سیسټم او ډیپلوماټیکو اسنادو څخه په استفاده، له اروپا اوکراین او له اوکراین اروپا ته اجناس قاچاق کول. د دغو کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی. Читать дальше...

ډېلي بېسټ: د بایډن ټيم له طالبانو سره خپلې لومړۍ خبرې پيلوي

Pa.azadiradio.com 

ډېلي بېسټ ډېلي بېسټ امریکایي خپرونې د زلمي خلیلزاد په تازه پيل شوي سفر یوه مقاله خپره کړې ده. مقاله په دې عنوان لیکل شوې چې "د بایډن ټيم له طالبانو سره خپلې لومړۍ خبرې پيلوي." د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دوشنبه کابل ته ورسېد او له افغان مشرانو سره‌یې د سولې په ارتباط خبرې وکړې. دی به د سیمې ځینو پلازمېنو سربېره له طالبانو سره په دوحه کې وګوري. په مقاله کې راغلي خلیلزاد چې د افغانستان لپاره د درېیو بېلابېلو ولسمشرانو استازی پاتې شوی سیمې ته په یوه حساس وخت کې تللی. Читать дальше...

ملګري ملتونه: نړیوال مرستندویان دې یمن سره نوره مرسته هم وکړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي له نړیوالو مرستندویانو غوښتنه وکړه چې له یمن سره نوره مالي مرسته وکړي. انتونیو ګوتیریش وايي، هیله لري د جګړه ­ځپلي یمن لپاره چې خلک په کې له سختې قحطۍ سره مخامخ دي، ۳ میلیارډه او ۸۵۰ میلیونو ډالره بسپنه ټوله شي. د یمن یوه بې ځایه شوي محمد جویدي چې په خوارځواکۍ د خپلې اخته لور تر څنګ ناست و، رویټرز خبري اژانس ته وویل: "د خدای شکر دی چې د لور حالت مې لږ ښه شوی دی. خو اندېښنه لرم که بېرته خپل ښارګوټي ته ستانه شولو، دا به بېرته په خوارځواکۍ اخته شي، تر ډېره د بې کارۍ له کبله... Читать дальше...

پاشنیان: که اپوزیسیون تر وخت مخکې ټاکنې ومني، موږ یې هم ومنو

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشنیان پرون دوشنبه (د کب ۱۱مه) وویل، که اپوزیسیون شرطونه ومني، دی تر وخت مخکې پارلماني ټاکنو ته تیار دی. په ارمنستان کې سیاسي کړکېچ وروسته له هغې اوج ته ورسېد چې د پاشنیان ملاتړو او د اپوزیسیون غړو جلا- جلا پراخ لاریونونه وکړل. وروسته له هغې چې پوځ تېره اوونۍ له واکه د صدراعظم پاشنیان د لېرې کېدو غوښتنه وکړه، دی له روان سیاسي کړکېچ سره لاس و ګرېوان دی. پاشنیان د پوځ دا غوښتنه د پوځي کودتا یوه هڅه ګڼلې ده. نیکول پاشنیان پرون د پلازمېنې یریوان په جمهوریت میدان کې خپلو... Читать дальше...

له بلوچستانه د منظور پښتین اخراجولو، عکس العملونه پارولي

Pa.azadiradio.com 

د پښتون­ ژغورنې غورځنګ غړي بلال پښتون چې له منظور پښتین سره په دې سفر کې ملګری و، ازادي راډیو ته وویل چې دوی د دوشنبې (د کب ۱۱) سهار چمن ښار ته ورسېدل، خو هلته محلي چارواکو ورته وویل چې منظور پښتین بلوچستان ایالت ته د سفر کولو اجازه نه لري. منظور پښتین او د پښتون­ژغورنې غورځنګ نورو ملاتړو غوښتل د اسد خان اڅکزي د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړي. اسد خان اڅکزی چې په بلوچستان ایالت کې د عوامي نېشنل ګوند ویاند و، پنځه میاشتې مخکې د نامعلومو کسانو له خوا وتښتول شو، خو مړی یې تېره شنبه د کوټې په یوه اړونده... Читать дальше...

افغانستان کې ترورېزم سره مبارزه او د بیارغونې برخه کې د ترکیې ارزښتناک رول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د ترورېزم پر وړاندې په ګډه مبارزه کې د ترکیې نقش مهم وباله. محمد حنیف اتمر پرون دوشنبه (د کب ۱۱مه) پر کابل کې د افغانستان او ترکیې د اړیکو د سلو کلونو د پوره کېدو په مناسبت دا څرګندونې وکړې: "د ټرورېزم پر وړاندې په ګډه مبارزه او د بیارغونې په برخه کې ترکیې ډېر ارزښتناک رول لوبولی دی. د قاطع ملاتړ ماموریت په فعالیتونو کې د ترکیې فعال او جوت ګډون، د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی دی." بل خوا د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله... Читать дальше...

د غزني بزګران: که نیالګي راکوئ پر وخت یې راکړئ چې وچ نه شي

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې بزګران د میوه لرونکو نیالګیو د ترلاسه کولو غوښتنه کوي. دوی وايي، تېر کال هم یو څه ورکړل شوي وو، خو دا چې پر وخت نه وو نو ډېری یې وچ شول. دا ځل بزګران غواړي چې نیالګي پر وخت ورکړل شي، څو ښه پایله ورکړي. د غزني ښار جنوب لور ته په څلور کیلومترۍ واټن د سفندي کلي کې ۳۰ کلن مېرزمان بڼ لري وايي، کال په کال نوي دود شوي میوه لرونکي نیالګي لګوي، خو تېرکال یې خوند نه وو، ځکه زراعت ریاست بزګرانو ته پر وخت نیالګي نه وو ورکړي او په خبره یې ځینې وچ، ځیني ېې خراب او ځیني نور یې هېڅ راشنه نه شول. دی زیاتوي... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Ролан Гаррос

Увидит ли Париж Мирру из России? Андреева дает жару в Мадриде и включается в олимпийскую гонку






Как отдохнуть весной в Подмосковье: наш рецепт

Билеты набирают высоту. США ввели санкции против авиакомпании из России

В Архангельске работать в летнюю навигацию будут девять теплоходов

В подмосковном поселке Селятино прошла встреча с жителями