Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

Новости за 30.03.2021

"د یوارنیمو له غني کولو لاس نه اخلو څو امریکا بندیزونه نه وي لېرې کړي"

Pa.azadiradio.com 

د ایران دولتي ټلوېزیون د یوه چارواکي په وینا چې نوم یې وانه خېست خبر ورکړ چې تهران به د یوارنیمو له شل فیصده غني کولو تر هغو لاس وانه خلي چې د امریکا متحد ایالاتونو پر دغه هېواد لګولي بندیزونه نه وي لېرې کړي.  دا خبره وروسته تر دې خپره شوه چې د امریکا د متحد ایالاتونو رسنیو راپور ورکړ چې واشنګټن به د ایران د اټمي پروګرام لپاره د خبرو نوی وړاندیز وکړي.  د ایران دولتي ټلوېزیون پر خپلې وېب پاڼې نن سې شنبه (د وري ۱۰مه) خبر ورکړ چې یوه جګ پوړي ایراني چاراکي پرېس ټي وي ته ویلي دي چې تهران به یوازې... Читать дальше...

بردي محمدوف د ترکمنستان د نوي سنا د غړي په توګه وټاکل شو

Pa.azadiradio.com 

د هغو انتخاباتو له لارې چې  مستقیم نه و او په کې هېڅ مخالف ګډون نه و کړی، د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف د نوي سنا د غړي په توګه وټاکل شو.   د منځنۍ اسیا په دغه منزوي هېواد کې دولتي رسنیو چې بشپړې تر څارنې لاندې دي خبر ورکړ چې بردي محمدوف د دوشنبې د ورځې په ټاکنو کې سل په سلو کې رایې خپلې کړې او د مشرانو جرګې غړیتوب یې ترلاسه کړ.  وروسته تر دې چې په سېپتمبر کې په ترکمنستان کې اساسي قانون کې تعدیلات رامنځته شول دا د پارلمان لپاره لومړۍ ټاکنې وې.  حکومتي رسنیو خبر ورکړ چې د اته څلویښت... Читать дальше...

چین د هانګ د انتخاباتو لپاره نوی سیستم وړاندې کړی

Pa.azadiradio.com 

چین د هانګ کانګ د انتخاباتو لپاره نوی سیستم وړاندې کړی چې له دې سره به پېکنګ نور هم پر هانګ کاګ خپل کنټرول سخت کړي.  د چین دولتي رسنۍ نن سې شنبه (د وري ۱۰مه) خبر ورکړ چې د چین د خلکو کانګرس کمېټې په غوڅ اکثریت یوه لایحه تصویب کړه چې له مخې یې د هانګ کانګ پر اساسي قانون کې تعدیلات راځي، دا لایحه بیا وروسته ولسمشر شي جین پینګ لاسلیک کړه.  د هانګ کانګ اساسي قانون په نولس سوه اووه نویم کال کې هغه وخت چې بریتانیا د دې سیمې له واکمنۍ لاس اخېست، تصویب کړ. په دې قانون کې د چین دننه هانګ کانګ ته ازادۍ ورکړل شوي دي.

ولسمشر غني بیا د واک د لېږد لپاره پر انتخاباتو ټینګار وکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر یو ځل بیا د واک د لېږد لپاره پر انتخاباتو ټینګار وکړ.   محمد اشرف غني نن سې شنبه (د وري ۱۰مه) د استانبول پروسې په نهم کنفرانس کې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې دا هم وویل چې د دې ټاکنو څارنه دې په نړیواله  کچه وشي.  ښاغلي غني زیاته کړه چې د اوربند څارنه دې هم نړیوال وکړي او کله چې افغانان د سولې یوه توافق ته رسیږي، دا به د لویې جرګې له لوري تاییدیږي.  د استانبول پروسې د نهم کنفرانس نن دوهمه او وروستۍ ورځ ده او تمه ده چې تردې وروسته په ترکیه کې د افغانستان د سولې په خاطر غونډه جوړه شي. Читать дальше...

تر وزیراعظم وروسته د پاکستان ولسمشر او دفاع وزیر په کورونا وایرس اخته شوي

Mashaalradio.com 

د پاکستان ولسمشر ډاکټر محمد عارف علوي او د دفاع وزير پروېز خټک په کورونا ناورغۍ اخته شوي دي. ولسمشر او دفاع وزير دواړو د مارچ پر ۲۹مه په جلا جلا ډول پر ټويټر پاڼو ليکلي‌چې د دوی د ټيسټ نتیجې مثبتې راغلې نو ځکه یې ځان له نورو خلکو يوازې کړی دی. دوی په ولس غږ کړی چې دا ناروغي جدي واخلي او د مخنيوي په احتياطي تدابيرو يې عمل وکړي. دوی دواړو د مارچ په ۲۵مه د پاکستان ورځې په مناسبت شوې دستوره کې ګډون کړی وو. هلته د پوځ مشر او نور چارواکي‌هم موجود وو. د هغوی د کورونا وایرس ټيسټ په اړه څه نه دې ويل شوي. Читать дальше...

اشرف غني: چمتو یم د سولې لپاره له وخت مخکې ټاکنې وکړم

Pa.azadiradio.com 

د اسیا زړه-استانبول پروسې کنفرانس دوهمه ورځ؛ د دې غونډې مهم بحث د افغانستان د سولې خبرې وې. دې کنفرانس ته په وینا کې افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني یو ځل بیا د ټاکنو له لارې د واک پر لېږد ټینګار وکړ. ده وویل، چمتو دی چې د سولې لپاره له وخت مخکې ټاکنې وکړي، داسې ټاکنې چې نړیواله څارنه ولري او په خبره‌یې، رڼې، سرتاسري او عادلانه وي. جمهور رئیس غني همدا ډول د سولې خبرو د راتلونکو پړاوونو د پرمختګ لپاره د اوربند غوښتنه هم وکړه او ویې‌ویل، افغانان سوله غواړي، خو داسې چې وینه تویېدل د تل لپاره ودروي. Читать дальше...

د ننګرهار او خیبر قبایلي مشرانو په لواړګې کې جرګه کړې

Mashaalradio.com 

د افغانستان د ننګرهار ولایت د یو شمیر ولسوالیو قومي مشرانو د د مارچ پر ۲۸مه د خیبر ضلعې له قومي مشرانو سره په لواړګې کې جرګه کړې ده. دوي وویل چې د ډیورنډ دواړو غاړو ته اباد پښتانه قبایل په تورخم کې د بندیزونو له امله له یو لړ مشکلاتو سره مخ دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.

خلک: کندز کې مخابراتي شبکې د شپې بندې وي او د ورځې پرچاوې

Pa.azadiradio.com 

کندزیان د شپې له خوا د مخابراتي شبکو د بندېدو له ستونزو سره له پخوا مخ وو، خو په وروستیو کې د ورځې له خوا هم دلته د مخابراتي شبکو او د انټرنېټ پرچاوي زیاتې شوي دي. دې چارې د دې ولایت ګڼ اوسیدونکي په ځانګړي توګه هغوی چې کارونه یې له انټرنېټ او ټیلیفون سره تړلي له ستونزو سره مخ کړي. په کندز کې د یوې خصوصي رسنۍ خبریال اسماعیل اشنا وايي: "اوسنی وخت د ټکنالوژۍ، د کمپیوټر، د ټیلیفون او د انټرنیټ دی، موږ دلته د انټرنیټي خدمتونو له خرابوالي په تنګ راغلي یوو، ان د ورځې له خوا موږ د مخابراتي شبکو له انټرنېټه... Читать дальше...



کرونا؛ ارمنستان د اسټرازینیکا واکسین ۲۴۰۰۰ ډوزه ترلاسه کړل

Pa.azadiradio.com 

ارمنستان د کوواکس پروګرام له لارې د کرونا ویروس ضد د واکسین، اسټرازینیکا ۲۴۰۰۰ ډوزه ترلاسه کړل.  ارمنستان د کرونا ویروس له درېیمې څپې سره لاس و ګرېوان دی چې د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون په حواله په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر په کې یو لک او ۹۰زرو او په دې ویروس د مړو شمېر په کې ۳۴۰۰ ته رسېدلی دی.  اسټرازینیکا واکسین چې په څه باندې ۷۰ هېوادونو کې یې لګولو ته اجازه ورکړل شوې، د کواکس په نوم د پروګرام له لارې هېوادونو ته ورکول کېږي.  د روغتیا نړیوال سازمان، دغه راز د واکسین او خوندیتوب نړیوال اتحاد د کواکس پروګرام ملاتړ کوي. Читать дальше...

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر خپل ترکي سیال سره پر سولې غږیدلی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، له خپل ترکي سیال سره یې د سولې مذاکرو پر موضوع خبرې وکړې.  محمد حنیف اتمر نن په یوه ټویټ کې ویلي، په تاجیکستان کې یې له مولود چاوش اوغلو سره خبرې د اسیا زړه کنفرانس پر نتایجو او د سولې د مذاکرو د بل پړاو پر چمتووالي راڅرخېدې. ښاغلی اتمر له ولسمشر محمد اشرف غني او نورو چارواکو سره یوځای د اسیا زړه هېوادونو یا د استانبول د پروسې په نهم کنفرانس کې د ګډون لپاره دوشنبې ته تللی دی.  نن د دې کنفرانس دویمه او وروستۍ ورځ ده، چې د افغانستان او تاجیکستان ولسمشران به ورته وینا کوي. Читать дальше...

کرونا؛ بایډن د محدودیتونو د کمولو په اړه خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر او یوې لوړ-رتبه روغتیايي چارواکې په بېړه د محدودیتونو د کمولو په اړه خبرداری ورکړ. که څه هم په امریکا کې د واکسین کمپاین ګړندی شوی، خو د کرونا ویروس نوې څپې اندېښنې ولاړې کړي دي.  ولسمشر جو بایډن پرون دوشنبه (د وري ۹مه) په سپینه ماڼۍ کې وویل چې د اپرېل میاشتې تر ۱۹مې به ۹۰ فیصده پوخ عمره کسان د واکسین پر شرایطو برابر وي.  ده اعلان وکړ چې په را-راوانو اوونیو کې به په امریکا کې زیاتو خلکو ته د واکسین اسانتیا برابره شي.  تر اوسه تر ۹۳ میلیونه وګړو چې د امریکا... Читать дальше...

د تاجیکستان جمهور رئیس: د افغانستان د وضعیت په اړه بې ‌پروا نه‌ یو

Pa.azadiradio.com 

د اسیا زړه- استانبول پروسې کنفرانس دویمه ورځ پیل شوه. د تاجیکستان جمهور رئیس د دې غونډې په پیل کې په افغانستان کې د تل‌پاتې سوله ملاتړ وکړ. امام علي رحمان وویل، هېواد یې د افغانستان د وضعیت په اړه بې‌پروا نه‌دی او تل یې د دې هېواد د ثبات لپاره غږ پورته کړی دی. د تاجیکستان جمهور رئیس په افغانستان کې سوله په ټوله سیمه کې د ثبات لپاره مهمه وبلله او په دې برخه کې یې د سیمې هېوادونو سربېره د نړۍ له هېوادونو د همکارۍ غوښتنه وکړه. هغه زیاته کړه، د افغانستان قضیه سیمه‌ییز او نړیوال ابعاده لري او دا شخړه باید د سیاسي لارې حل شي. Читать дальше...

کونړ کې د جامو ګنډلو فابرېکه؛ د معلولو او مېرمنو په ګډون ۶۰ کسان په کار شوي

Pa.azadiradio.com 

د کونړ مرکز اسعداباد کې یو تن خیاط د جامو او واسکټونو ګنډلو فابرېکه جوړه کړې چې په کې يې پنځوسو نورو بې روزګارو ته د کار زمېنه برابره کړې ده. د دوی په خبره چې پخوا یې یادې جامې پاکستان کې ګنډل کېدلې چې هټیوالو ته به ډېرې ګرانې تمامېدلې . په دې فابریکه کې یو تن کارګر ۱۸ کلن انعام الله وايي، کسب يې زده و، خو ګټه يی ترې نه شوه اخېستلی خو د دې فابریکې په جوړېدو مناسب کار ورته پیدا شوی. دی وايي: "مخکې موږ ته د کار زمېنه نه وه برابره، اوس چې دا فابرېکه جوړه شوې، شکر دی دلته له کار سره ښوونځي ته... Читать дальше...

رسولي: انځورګري په هنري ژبه د خلکو غږ پورته کوي 

Pa.azadiradio.com 

د غزني ولایت یو ځوان انځورګر وايي، د خلکو د ذهني ودې، د سولې پیغام رسولو او ټولنیزو ستونزو ته د خلکو د پام اړولو لپاره انځورګري کوي.  رفیع الله رسولي په دې باور دی چې انځورګري هم لکه شعر، موسیقي او داستان په هنري ژبه د ټولنې د ناچاره، بې وزلو او لوېدلو غږ پورته کوي.  پشپړ راپور د لینک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:

چارواکی: د غور دولتیار کې چاودنې یو پولیس وژلی او ۳ نور یې ژوبل کړي

Pa.azadiradio.com 

د غور یو سیمه ییز چارواکی وايي، د دې ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د یوه ماین په چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.  د دولتیار ولسوال محمدموسی کلیم ازادي راډیو ته وویل چې دا چاودنه پرون (د وري ۹مه) ماسپښین مهال وشوه: "د امنیه قوماندانۍ یو ټانک د طالبانو له خوا پر یوه ایښودل شوي ماین برابر شوی. په پېښه کې یو تن شهید شوی او دوه نور ټپیان دي."  طالبانو تراوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

کندهار کې د یوې لویې پروژې په ګډون څو اقتصادي پروژې پرانېستل کېږي 

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په کندهار ولایت کې به نن سې شنبه (د وري ۱۰مه) د یوې لویې پروژې په ګډون څو اقتصادي پروژې پرانېستل شي او ځینې نورې به عملي فعالیت پیل کړي.  د دې وزارت ویاند اکبر رستمي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دې ډله کې د ارغنداب د اوبو د سرچینو مدیریت مهمه پروژه هم شامله ده: "تمه ده د ځینو نوېو پروژو کار پیل شي لکه د ارغنداب د اوبو د زېرمو پراختیايي پروژه چې په پام کې ده کار یې نوی پیل شي." د ښاغلي رستمي په وینا د دې پروژې لګښت به څه باندې ۳۶۰ میلیونه... Читать дальше...

د فوټبال د اتلانو لیګ دوهم پړاو مزارشریف کې پیلیږي

Pa.azadiradio.com 

په پام کې ده د افغانستان د فوټبال د اتلانو د لیګ د لوبو دوهم پړاو نن سې شنبه (د وري ۱۰مه) د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې پیل شي.  د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف پرون ماښام د دې لیګ د ګډونوالو لوبډلو په اړه ازادي راډیو ته معلومات ورکړل: "په مزارشریف کې د بلخ ولایت په سټوډیوم کې به د فاریاب خراسان، د سرپل خدیم، د کندز د واحدي ځوانانو او د تخار د ساحل څپو لوبډلې به سیالۍ سره وکړي چې شپږ ورځې دوام کوي."  د افغانستان د فوټبال لیګ د سیالیو په لومړي پړاو کې د مرکزي او جنوب ختیځو ولایتونو... Читать дальше...

امریکا: ملګري ملتونه دې سوریې سره د مرستو مسئله نه سیاسي کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدو ایالاتونو له ملګروملتونو غوښتي دي چې له سوریې سره د بشري مرستو مسئله دې نه سیاسي کوي.  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون د مارچ په ۲۹مه امنیت شورا ته د وینا پر مهال وویل چې له جګړه ځپلې سوریې سره د بشري مرستو لپاره باید د دې هېواد نور سرحدونه پرانېستل شي، څو نژدې دیارلس نیم میلیونه بې وزلو وګړو ته خواړه او نور د اړتیا وړ شیان ورسېږي.  ښاغلي بلېنکن همدا راز روسیې او د سوریې ولسمشر بشارالاسد ته چې د مسکو نژدې متحد دی د اشارې په ترڅ کې وویل، امنیت شورا باید په سوریه کې... Читать дальше...

کرونا؛ له واکسین سره-سره د پاکستان د ولسمشر ټېسټ مثبت راغلی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان ولسمشر عارف علوي پرون دوشنبه (د وري ۹مه) اعلان وکړ چې د کرونا ویروس پرضد له واکسین کولو سره-سره یې د کووېډ-۱۹ ټېسټ مثبت راغلی.  ښاغلي علوي پر ټویټر لیکلي چې ده د کورونا پرضد د واکسین لومړی دوز ترلاسه کړ  خو انټي باډي یې له دوهم دوز وروسته فعاله شوه.  د پاکستان دفاع وزیر پرویز خټک هم په کووید۱۹ اخته شوی او له هغه مخکې د صدراعظم عمران خان او د هغه د مېرمنې د کورونا د ټسټونو نتیجه هم مثبته راووته خو عمران خان ډېر ژر ښه شو او ډاکټرانو اجازه ورکړه چې کار پیل کړي.  په پاکستان کې پرون د... Читать дальше...

Новости России
Москва

Бурятский госцирк представил новое руководство: Театр и цирк, Россия и культура, дети


بلاروس کې د 'څیخانوسکایا' پرضد د ترورېزم اړوند تحقیقات پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

د بلاروس لویې څارنوالۍ د اپوزیسیون د مشرې سویتلانا څیخانوسکایا پرضد د ترورېزم اړوند تحقیقات پیل کړي. دا اقدام لوی څارنوال اندرې شوېد پرون د مارچ په ۲۹مه اعلان کړ.  ښاغلي شوېد په یوه بیان کې تور ولګاوه چې مېرمن څیخانوسکایا او ځینو نورو کسانو څو ورځې مخکې دسیسه جوړه کړې وه، څو په پلازمېنه مېنسک او نورو ښارونو کې چاودېدونکي مواد ځای پرځای کړي او ودانیو ته اور واچوي.  په بیان کې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.  د چارواکو دا اقدام په بلاروس کې د حکومت پرضد له څو میاشتنیو مظاهرو وروسته د معترضانو د ځپلو لپاره یوه بله هڅه ده. Читать дальше...

میانمار کې مظاهره چیانو سره روان تاوتریخوالی؛ امریکا ورسره سوداګري وځنډوله

Pa.azadiradio.com 

په میانمار کې لا هم پر معترضانو د پوځ ځپونکي عملیات دوام لري او په دې  ترڅ کې د راپورونو له مخې پرون دوشنبې(د وري ۹مه) د دې هېواد په لوی ښار ینګون کې پنځه تنه مظاهره چیان د اعتراضونو پر مهال ووژل شول. له پوځي کودتا وروسته د روانو اعتراضونو په ترڅ کې تېره شنبې تر ټولو خونړۍ ورځ وه چې ۱۱۴ مظاهره چیان ووژل شول. په دې ورځ زرګونه کسان د میانمار په بېلابېلو ښارونو کې لارو کوڅو ته راووتل او په دې هېواد کې یې د پوځي واکمنۍ د ختمېدو او د پرځول شوي حکومت د بندیوانې مشرې انګ سان سوچي د خلاصېدو غوښتنه وکړه. Читать дальше...

انټرپرېټر: لنډمهاله حکومت افغانستان ته ویجاړۍ راولي

Pa.azadiradio.com 

انټرپرېټر لنډمهاله حکومت افغانستان ته ویجاړۍ راولي، دا له استرالیا د خپرېدونکې تحلیلي خپرونې انټرپرېټر د یوې مقالې سرلیک دی.  په مقاله کې راغلي د امریکا دا وړاندیز چې د افغانستان اوسنی حکومت دې له‌منځه ولاړ شي او د طالبانو په ګډون دې موقت حکومت رامنځته شي، افغانستان ته سوله نه‌شي راوستلی.  د لیکوال په باور، دا نسخه ځکه ګټه نه‌کوي چې افغان وتلي سیاستوال سره وېشلي دي او بېلابېل دریځونه لري.  مقاله کې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د تېرو ټاکنو مخالفتونو او بیا په یوه ورځ په ارګ او سپېدار... Читать дальше...

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون: کرام‌الدین کریم باید ژر تر ژره ونیول شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون غوښتنه کوي، د افغانستان د فوټبال د ښځینه لوبغاړو په جنسي ځورونه تورن کرام‌الدین کریم چې تر اوسه نه‌دی محاکمه شوی، باید ژر تر ژره ونیول شي. دغه کمېسیون وايي، د کرام‌الدین کریم نه‌نیول کېدل یا محاکمه کېدل په هېواد کې د جنسي ځورونې پر وړاندې د چپ پاته کېدو او معافیت فرهنګ پیاوړی کوي او پر حکومت د خلکو اعتبار ضعیفه کوي. د دې ادارې کمېشنرې شبنم صالحي د مارچ په ۲۹مه نېټه د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "له کشفي عدلي او قضايي نهادونو څخه د بشري حقونو خپلواک... Читать дальше...

د استانبول د پروسې غونډه؛ ارګ: د ولسمشر غني وینا به پر ۵ ټکو ورټوله وي

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې د اسیا د زړه د هېوادونو یا د استانبول د پروسې په نهمه غونډه کې نن یکشنبه (د وري ۱۰مه) پر اصلي مسایلو بحث وشي. د افغانستان ولسمشر اشرف غني به هم نن غونډې ته وینا وکړي. د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال ازادي راډیو ته وویل چې د ولسمشر غني وینا به د سیمه ییزو همکاریو او د ترورېزم پر ضد د مبارزې په ګډون بېلابېل مسایل راونغاړي. دی وايي: "سیمه ییزه همکاري په اقتصادي برخه او تجارت کې څومره مهمه ده، د ترورېزم ګواښ، د ترورېزم پر ضد د مبارزې په برخه کې د سیمې د هېوادونو... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Арина Соболенко

Соболенко испытала проблемы после снятия Рыбакиной с турнира в Риме






Радимов рассказал, кого будет поддерживать в матче «Аталанта» - «Байер»

В Благовещенске мужчина пойдет под суд из-за продажи корней женьшеня в интернете

В Ярославле подорожали проездные: сколько теперь стоят

Президент ТПП РФ Сергей Катырин в ходе рабочего визита в Абу-Даби встретился с председателем Федерации торгово-промышленных палат ОАЭ Абдуллой Аль-Мазруи