په پاکستان کې دوه تنه په اعدام محکوم شول
د پاکستان یوې محکمې دوه تنه پر یوې ښځې د جنسي تېري په تور په اعدام محکوم کړل. دا ډلهییز جنسي تېری تېر کال په لاهور ښار کې د یوې لویې لارې په څنډو کې شوی وو چې پراخ ولسي غبرګون او د لا سختو قوانینو غږ یې راپورته کړ. عابد ملهي او شفقت علي د ډلهییز جنسي تېري سربېره په انسان تښتونې او ترورېستي فعالیتونو هم تورن شوي دي. د حکم له مخې دغه کسان باید د اعدام سزا تر پلي کېدو دمخه ۱۴ کلن بند هم تېر کړي. دا خبره څارنوال حافظ اصغر کړې ده. پر دې ښځې هغه مهال جنسي تېری وشو چې د لویې لارې په څنډو کې یې موټر تېل خلاص کړي وو. Читать дальше...