ملګري ملتونه: طالبانو دې د ستونزو حل لپاره نړیوالو سره د خبرو لار غوره کړي
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر فلیپو ګراندي په افغانستان کې د روان بشري ناورین حل لار، د نړیوالې ټولنې او د طالبانو د حکومت ترمنځ په دوه اړخیز ډیالوګ کې ویني. ښاغلي ګراندي واشنګټن پوسټ سره خپله نوې مرکه کې ویلي، یو باثباته هېواد چې وشي کولی د خپلو خلکو ملاتړ وکړي، یوازې د نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ د خبرو له لارې تر لاسه کېدای شي. دی وايي: "کله چې زه کابل کې وم، زموږ د ټولو پیغام طالبانو ته همدا و چې که غواړئ پیسې مو خوشې شي، که غواړئ دا هېواد یو ځل بیا بنسټیز ملاتړ ترلاسه کړي، باید له نړیوالې ټولنې سره یو ځای ګام پورته کړئ. Читать дальше...